BBC
 شاته

غني: د پوهنیزو بنسټونو نښه کول د ترهګرۍ خپلو هوډ پیاوړی کوي

Image copyright arg
Image caption ښاغلی غني نن سهار د افغانستان پر امریکایي پوهنتون د برید قربانیانو لیدلو لپاره کابل کې ایمرجنسي روغتون ته تللی و

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، پر پوهنیزو بنسټونو د مخالفو وسله والو بریدونه د ترهګرۍ د لمنځه وړلو لپاره د دغه هیواد هوډ پیاوړی کوي.

تېر ماښام په کابل کې پر "د افغانستان امریکايي پوهنتون" برید وشو.

دا برید تېره ورځ چهارشنبه (سنبلې/وږي ۳مه) له موټربم چاودنې سره پیل شو او له لس ساعته نښتې وروسته د دوو ځانمرګو په وژل کېدلو پایته ورسېد.

د کابل امنیه قومندان وايي، په دې پېښه کې د ۷ محصلینو، درې پولیسو او د پوهنتون درې ساتونکو په ګډون ۱۳ کسان وژل شوي او ۳۵ محصلین او ۹ پولیس ټپیان دي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې د ولسمشر محمد اشرف غني له قوله ویل شوي، "ترهګرې ډلې پر ولسي وګړو، پوهنیزو موسسو، هستوګنځایونو، پول او پلګوټو، برېښنا مزو او سوله ییزو لاریونونو په بریدونو سره غواړي، د هغو ارزښتونو د پیاوړتیا مخنیوی وکړي چې د سرلوړي افغانستان د ودانولو، پرمختګ او پراختیا په لار کې پرې افغانان باوري دي."

ښاغلی غني نن سهار د دې پېښې د ټپیانو لیدلو ته کابل کې د ایمرجنسي روغتون ته ولاړ.

نوموړي د روغتیا وزارت ته امر کړی چې که په افغانستان کې د کومو ټپیانو د درملنې امکان نه وي، بهر ته یې واستوي.

د افغانستان اجراییه ریاست هم د خبرپاڼې په خپرولو دا برید غندلی او ویلي یې دي چې "پر پوهنتوني او پوهنیزو بنسټونو برید د طالبانو او ترهګرو د جاهلانه ماهیت څرګندوی دي"

په دغه خبرپاڼه کې راغلي: "طالبان، ترهگر او د هغوی بي رحمه باداران باید وپوهیږي، چې زموږ ملت او ولس د دوی لخوا د بلوا، ځانمرګو بریدونو او ښوونځیو سوځولو سره - سره د علم او پوهې ترلاسه کولو او له ناپوهۍ او توندلارۍ سره مبارزه روانه ساتي."

چا د تېر ماښام د برید مسوولیت نه دی منلی.

د افغانستان امریکايي پوهنتون چې له ۲۰۰۵ کال راهیسې فعالیت پیل کړی، یوه خپلواکه پوهنیزه موسسه ده او د یو امریکايي پوهنتون په څارنه فعالیت کوي.

دا پوهنتون تر ۱۷۰۰ پورې زدکوونکي لري. د انګریزي ژبې پر تدریس سربېره، د ډېر عمره خلکو لپاره د کاري وړتیا او د هغوی د مسلکي پوهې د زیاتولو لپاره نیمه وخت روزنیز پروګرامونه هم لري.