BBC
 شاته

په نوښار کې د دريو کسانو مړي موندل شوي

Image copyright AFP

چارواکي وايي د خيبرپښتونخوا په نوښار کې د دريو کسانو مړي موندل شوي، چې ويل کېږي په ډزو ويشتل شوي دي.

په وژل شويو کسانو کې يو د جومات ملا دی.

د پوليسو په وينا مړي د پنجشنبې پر سهار د نوښار په نظام پور سيمه کې د سړک له غاړي ترلاسه شوي دي.

د نظام پور پوليسو مشر صفدر خان بي بي سي سره په خبرو کې وويل دغه کسان پر سر په ډزو ويشتل شوي دي.

د ده په وينا د وژل شويو کسانو عمرونه د ۲۲ او ۲۷ کلونو تر منځ ښودل کېږي.

نوموړي ويلي، دوه وژل شوي کسان د صوابۍ دي چې جسدونه يې خپلو کورنيو ته سپارل شوي دي.

ده زياته کړه په دوی کې يو د صوابۍ د جومات ملا و چې د دغې سيمې يوه مشهوره مدرسه کې يې خپلې زده کړې بشپړې کړې وې.

پوليس وايي تراوسه نه ده روښانه چې دغه کسان چا او ولې وژلي دي، خو په وينا يې په دې اړه پلټنې روانې دي.

تر دې وړاندې هم د نوښار له بېلابېلو سيمو د وژل شويو کسانو جسدونه موندل شوي خو په دې وروستيو کې په دې ډول پېښو کې کمی راغلی دی.

پخوا به له قبايلي سيمو او خيبر پښتونخوا هم د دې ډول پېښو په اړه ډېر خبرونه ترلاسه کېدل خو په دغو سيمو کې د اورپکۍ له کمېدو سره دا ډول پېښې هم ترې يوې اندازې لږ شوې دي.