BBC
 شاته

بلخ کې چاودنې ۵ کسان وژلي؛ د پارلمان غړی هرات کې ټپي شوی

Image copyright f

افغانستان کې چارواکي وایي، په شمالي ولایت بلخ کې د سرک غاړې ماین چاودنې ۵ تنه وژل شوي او ۹ نور ټپيان دي او په لویدیځ هرات کې بیا د ولسي جرګې یو استازی له وسله وال بریده روغ وتلی.

د بلخ د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر عبدالرزاق قادري بي بي سي ته وویل، چاودنه نن (سنبلې/وږي ۴مه) له غرمې وړاندې په خلم ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده. هغه په وینا، د چاودنې ټول قربانیان ملکي وګړي دي.

بلخوا د خلم روغتون چارواکي بیا د څلورو کسانو د وژل کېدو او ۱۱ نورو د ټپي کېدو خبره کوي.

ښاغلي قادري وویل، تراوسه څرګنده نه ده چې د برید موخه څوک و، خو تر چاودنې لږه شیبه وړاندې د ولسي جرګې د غړي اسدالله شریفي موټر له سیمې تېر شوی و. ددي چاودنې مسوولیت تراوسه هیچا نه دی منلی.

بلخوا د افغانستان په لویدیځ ولایت هرات کې د ولسي جرګې پر یوه غړي وسله وال برید شوی.

Image copyright wj.afg

د افغانستان په پارلمان کې د بادغیس ولایت استازی سید موسی جناب صاحب د هرات ښار په سوېل لویدیځ کې په نښه او ټپی شوی.

د هرات د حوزوي روغتون مطبوعاتي مسوول رفیق شیرزي بي بي سي ته وویل، ښاغلی جناب په خیټه په مرمۍ لګېدلی، خو وضعیت یې د اندېښنې وړ نه دی.

تراوسه د بریدګر د هویت او د برید د انګیزې په اړه رسمي سرچینو څه نه دي ویلي.