د ایـټالیا زلزله: د ژوندیو لټه روانه ده د مړو شمېر ۲۴۰ ته ختلی
زرګونه ژغورونکو تېره شپه د مرکزي ایټالیا په غرنۍ سیمه کې د چهارشنبې ورځې زلزلې له امله تر کڼدواله شویو ودانیو لاندې د د ژوندیو پاتې شویو کسانو لټه وکړه.
چارواکي وايي، په دې زلزله کې له ۲۴۰ ډېر کسان وژل شوي او لږ ترلږه ۳۶۰ نور ټپیان دي.
باور کېږي چې لا هم ډېر خلک تر کنډوالو لاندې وي، اوسمهال له ۳۴۰۰ ډېر ژغورونکي په پرمختللو وسایلو د ژوندیو پاتې شویو کسانو او مړو لټه کوي.
د ایټالیا د روغتیا وزیر وايي، د پېښې ډېر قربانیان ماشومان دي او خبرداری ورکوي چې ښایي د قربانیانو شمېره نوره هم لوړه شي.
د پنجشنبې په ورځ وختي، د ایټالیا د ولسي خوندیتوب چارواکو وویل، تراوسه ۲۴۷ کسان پېژندل شوي چې مړه دي. په دوی کې۱۹۰ د ریټي ولایت او ۷۵ هم د ګاونډي اسکولي پیکینو دي.
ژغورونکي وايي، د اماترایس د تاریخي ښارګوټي د روما هوټل له کنډوالو یې د پنځو کسانو مړي اېستلي دي.
چارواکي وايي، تر ۳۵ پورې کسان په دې هوټل کې اوسېدل، خو ډېرو یې غوښتل ووځي. یوه ځايي چارواکي ویلي، لږ ترلږه ۱۰ کسان لا هم بې درکه دي.
د چهارشنبې په ورځ ناوخته په پیسکاره ډيل ټرانټو کلي کې هغه مهال خوشالي جوړه شوه چې یوه پېغله له ۱۷ ساعتونو وروسته له کنډوالو ژوندۍ را ووېستل شوه. ښاروال ویلي، په دغه کلي کې ټول کورونه ړنګ شوي دي.
کوچني ښارګوټي او کلي چې په غرنۍ سیمه کې دي، ډېرې ځپل شوې دي.
د زلزله ځپلو سیمو خلکو شپه په هغو خېمو کې تېره کړه چې د بېړنیو خدمتونو ادارې ورته برابرې کړې ده.
د امریکا جیولوژیکي سروې ادارې د معلوماتو له مخې، زلزله ځپلې سیمه تر زلزلې وروسته د ریشتر ۴،۷ درجې ټکانونو لړزولې ده.
د تېرې چهارشنبې ورځې له زلزلې وروسته هم زلزله پوهانو خبرداری ور کړی و، چې ښایي بیا هم د زلزلې ټکانونه وشي.
د اماتریس ښاروال وايي، له څلورو درې برخې ښار وران شوی او هېڅ ودانۍ د اوسېدو نه ده.
ډېری اغېزمن خلک په سیمه کې رخصتيو تېرولو ته تللي و.
ایټالیا له زلزلو سره نااشنا نه ده
په ۲۰۰۹ کال په اکیولا کې زلزلې له ۳۰۰ ډېر کسان مړه کړل. د ۲۰۱۲ کال په مې میاشت کې په شمالي ایمیلیا روماګانا سیمه کې هم دوو ټکانونو چې ترمنځ یې نهه ورځې واټن و، له شلو ډېر کسان مړه کړل.