BBC
 شاته

کولمبیا کې د سولې تړون نیمه پیړۍ کورنۍ جګړه پایته ورسوله

Image copyright AP

د کولمبیا دولت او فارک وسله والو د سولې یوه تاریخي تړون په لاسلیکولو سره د دغه هیواد د پنځو لسیزو کورنۍ جګړه پایته ورسوله چې لسګونه زره کسان پکې وژل شوي دي.

دواړو لوړو هوکړه کړې چې د ټولنیز محرومیت ستونزې هوارولو، د شخړې د قربانیانو د شکایتونو ارزولو او د پایدارې سولې او ټیکاو لپاره به ګډ کار کوي.

د سولې تړون خبر د کیوبا پلازمېنه هاوانا کې اعلان شو، چېرته چې ښکېلې خواوې د ۲۰۱۲ کال له نومبر راهیسې په خبرو بوخت و.

دې شخړې تر ۲۲۰ زرو پورې کسان وژلي او میلیونونه نور یې کډوالۍ ته اړ کړي.

د کلمبیا دولت او کین اړخو فارک وسله والو په ګډه اعلامیه کې ویلي چې "یوه پرېکنده، بشپړ او وروستي تړون ته سره رسېدلي."

د کلمبیا دولتي پلاوي مشر "اومبرتو دلا کاله" او د فارک وسله والو د پلاوي مشر ایوان مارکز دا تړون په کیوبا کې په یو لړ مراسمو کې لاسلیک کړ.

ښاغلي دلا کاله وویل: "خپل هدف ته ورسېدو".

هغه زیاته کړه: "جګړه پایته ورسېده، خو لا هم نوی پیل په مخ کې لرو. دا تړون لا پراخې ټولنې ته لاره پرانیزي."

دواړو لورو تېر جون کې یو دوه اړخیز اوربند لاسلیک کړ چې وروستي تړون ته یې لاره برابره کړه.

Image copyright Reuters

ښاغلي مارکز زیاته کړه: "سخته دنده وه، تیارې او روښانه شیبې مو تېرې کړي دي، خو د زړه له تله مو کار وکړ؛ ویلی شم چې اوس د هیواد د پرمختګ شونتیا شته."

باراک اوباما رئیس جمهور آمریکا در تماسی تلفنی با خوان مانوئل سانتوس پیمان صلح را به او تبریک گفته است.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما خوان مانویل سانتوس سره ټلیفوني خبرو کې هغه ته د سولې تړون مبارکي ورکړې ده.

'کلمبیا وګټله، مرګ وبایلله'

د دي تړون د شرایطو له مخې، فارک وسله واله جګړه پرېږدي او له قانوني سیاسي بهیر سره یو ځای کیږي.

د فارک مرکچي رودریګو ګراندا په ټوېټر کې لیکي: "کله چې د خبرو له لارې سولې ته رسېږئ، نو ګټونکی او بایلونکی نشته. کلمبیا ګټلې او مرګ بایلونکی دی."

فارک وسله وال له ۱۹۶۴ کال راهیسې له دولت سره جګړه کړې. دا په لاتینه امریکا کې تر ټولو لویه کورنۍ شخړه ده.

په وروستیو څلورو کلونو کې د سولې بهیر کې شپږو برخو کې هوکړه شوې: ځمکني اصلاحات، په نشه يي توکو کې د فارک د فعالیت پایته رسېدل، د قربانیانو لپاره عدالت، بې وسلې کول، راتلونکی سیاسي مشارکت او د سولې تړون پلي کول.

ښاغلی سانتوس باید اوس د تړون د شرایطو د تاییدولو په موخه د عمومي رایې لپاره د کنګرې هوکړه ترلاسه کړي.

تمه کېږي په اکتوبر میاشت کې دا رایه اچونه وشي.

پخوانی ولسمشر الوارو اوریبه د دې تړون د ردولو هڅه کوي.

Image copyright Getty Images
Image caption د کولمبیا فارک جنګیالي

د کلمبیا کورنۍ جګړه:

د وژل شویو اټکل: ۲۲۰ زره کسان

د کورنیو بې ځایه شویو اټکل: له پنځو میلیونو ډېر

په جنګ کې د رسمي زیانمنو شمېر: له ۷ میلیونو کسانو ډېر

آمار جنگجویان فعال فارک:‌ هشت هزار نفر

جګړه کې د فارک فعالو جنګیالیو شمېر: ۸ زره کسان

سرچینه: د کلمبیا حکومت د قربانیانو اړتیاوو ته د رسېدلو سازمان