شاته

امریکا ترکیې ته د ګولن د سپارلو لپاره شواهد غواړي

د امریکا د جمهوررئیس مرستیال وايي چې د ګولن په قضیه کې به امریکا هغه ټول شواهد په غور سره وڅیړي چې ترکیه یې ورته وسپاري.

جو بایډن ویلي دي چې د شواهد د کتلو نه وروسته به امریکا دا فیصله وکړي چې ګولن ترکیې ته وسپاري او که نه.

د ترکیې حکومت په ګولن تور لګوي چې د جولای د ۱۵ نیټې په ناکامه کودتاه کې یې لاس درلود.

ګولن د امریکا د پنسلوانیا په ایالت کې د ۹۰ یمو کلنو راهیسې ژوند کوي. ترکیه د امریکا نه غواړي چې ګولن دې ورته وسپاري.

بایډن د چهارشنبې په ورځ په انقرې کې د ترکیې د جمهوررئیس رجب طیب اردغان سره وکتل. هغه کوښښ کوي چې اردغان په دې قانع کړي چې امریکايي محاکم، د دې نه مخکې چې کوم مشکوک کس بل هیواد ته وسپاري، کره شواهد غواړي.

بایډن وویل: «تاسو نه شی کولای چې محکمې ته ولاړ شی او ووایاست، دا بد سړی دی. تاسو باید ووایاست چې دغه کس دغه ښکاره جرم کړی دی.»

هغه وویل چې څارنوالان ضرورت لري چې قاضي ته د منلو وړ شواهد وړاندي کړي او ځینې وختونه محاکم ډیر ورو عمل کوي.»

بایډن وویل چې که چیري امریکا یو بهرنی تبع محکمې ته د تګ نه بغیر بل هیواد ته وسپاري نو کیدای شي چې اوباما استیضاح شي.

د ترکيې صدراعظم ویلي و چې ترکیې ته د ګولن په سپارلو کې ځنډ به د ترکیې او امریکا اړیکي خرابې کړي.

بایډن ووویل چې هغه د ترکیې غصه درک کولای شي. هغه زیاته کړه چې امریکا نه غواړي چې یو داسې کس وساتي چې د امریکا یو ملګري هیواد ته یې زیان رسولی وي.

د ترکیې حکومت د جولای د میاشتې د کودتاه وروسته ۸۰ زره حکومتي کارکوونکي، قاضیان او د پوهنتونو استادان د خپلو دندو نه لیري کړي دي. په دغو کسانو تور لګول شوی دی چې د ګولن طرفداران دي.