شاته

د ګردیز بالاحصار تاریخ او اوسنی وضعیت

لرغونپوهان وايي چې د پکتیا په مرکز او و لسوالیو کېلسګونه لرغوني ځایونه او اثار تاریخي اثار موجود دي چې دا مهال د تاریخي ابداتو ادارې سره ثبت شوي دي. په دې اثارو کې د ګردیز بالاحصار یو له هغو تاریخي او مهمو سیمو څخه دی چې سلګونه کاله لرغونتیا لري.

بالاحصار یو ترکیبي نوم دی چې بالا د لوړ او حصار د کلا مانا لري په پخوانیو وختونو کې به د وخت حاکمانو په هره سیمه کې په یوې لوړې غونډۍ ستره کلا جوړوله او له یادې کلا څخه به یې ګېر چاپیره خندق واهه، دغه حاکمان به په همدغه کلاو کې اوسېدل او د ژوند ټول سهولتونه به یې همدلته برابر کړي وو.

د دغو بالاحصارونو دیوالونه به ډېر قوي او غښتلي وو، د دیوالونو سره تړلي ستر برجونه یې هم لرل چې د څوکیدارۍ لپاره به ترې کار اخېستل کېده او ګرد چاپیره ترې یو ستر خندق هم وهل شوی وو چې د خطر په وخت به یې یاد خندق له اوبو ډکاوه، تر څو د حملې پر وخت دښمن په اسانۍ سره کلا ته نږدې نه شي.

جوړوونکی: محبوب شاه محبوب