شاته

مزمل شينوارې : د حملې پروخت پوهنتون کې وم

په کابل کې پر امريکايي پوهنتون د حملې په هکله د دغه پوهنتون د نړيوالۍ سوداگرۍ استاد مزمل شينواری اشنا راډيو ته وويل ، دی خپله په پوهنتون کې و، محصلينو ته په درس بوخت و چې ډيره درنه چاودنه وشوه ورسره له چت نه په صنف تختې را پريوتې ،محصلين او دی خپله ډير وارخطا په تيښتنې پيل کړی.

ښاغلي شينواری وويل دوئ نه پوهيدل چې له کومې خوا حمله او څه خبره ده خو د پوهنتون ساتونکو ورته ژر د يوې خوندي لار څخه د وتلو لار ښوونه کړی، نوموړي دا هم وويل چې چاودنه د یاد پوهنتون سره ډير نږدې پر يو ښوونځي شوې چې له هغه ځايه يی پر امريکايی پوهنتون ډزې او حمله پيل کړه .

د امريکايی پوهنتون دغه استاد وويل: په افغانستان کې امريکايی پوهنتون د جوړيدو لس کاله کيږي ، د افغانستان په کچه بې ساری او په نړيوالو معيارونو برابر پوهنتون دې چې له دوه نيم زرو نه تر درې زره پورې د محصلينو ظرفيت لري .

استاد شينوارې وايي دې روغ رمټ راوتې خو له نورو ملگرو نه احوال نلري.

مزمل شينواري سره د نوشابې اشنا بشپړه مرکه دلته اوريدلائ شئ :