د تصویرونو البم: تر اوبو لاندې حیرانونکۍ نړۍ
د جرمني عکاس توبیس فریدریچ د دویمې نړیوالې جګړې د مهال یوې غرقې شوې برتانوۍ بېړۍ کې د پوځي ګاډي پانو رامیک تصویر اخیستی او د ۲۰۱۸ کال لپاره تر اوبو لاندې د عکاسۍ برخه کې غوره پنځونه بلل شوې ده.
فرید ریچ دا تصویر د مصر راس محمد نومي سمندر غاړې ته نژدې اخیستی دی. د نړۍ له لر او بره دغې سیالۍ ته نژدې ۵۰۰۰ تصویرونه لېږل شوي وو.
دغه تصویر کې نورټون ۱۶ ایچ ډوله موټر سایکلونه لیدل کېږي، چې ګاډو کې بار شوي دي. تصویر کې کبان هم لیدل کېږي. فریدریچ وايي، 'له څو کلونو راهیسې مې دغه تصویر ذهن کې و، خو دلته دومره ځای نه موندل کېده، چې ټول تصویر یوه فریم کې راشي. '
نوموړی وايي حل مې ورته داسې وموند چې ډېر تصویرونه سره یو ځای کړم او یو تصویر ترې جوړ کړم.
د سیالۍ جیوري یو غړی پېټر راولینډ وايي، 'دا تصویر په کافي اندازه له معمولي تصویرونو ځانکړی دی او څومره چې کېدای شي په پراخه کچه باید وکتل شي. دا د تصویر اخیستو غیر عادي وړتیا پنځولی دی. '
تر اوبو لاندې تصویرونو سیالۍ د برتانیا کټګوري کې لومړۍ جایزه د ګرانټ تهامس دغه تصویر ته ورکړل شوې، چې (لوبرډز) نوم یې ورکړی دی. دا تصویر سکاټلنډ کې اخیستل شوی دی. عکاس وايي، د دغه تصویر لپاره مې تر ټولو د غوره شېبې انتظار کاوه.
دغه سیالۍ لپاره ۱۱ کټګورۍ په پام کې نیول شوې وې او د عکاسانو د وړتیا ازموینه وشوه، چې درې کټګورۍ پکې یوازې برتانیا کې تر اوبو لاندې د اخیستل شویو تصویرونو لپاره ځانګړې شوې وې.
د ټولو تصویرونو ټول حقونه خوندي دي.