BBC
 شاته

د 'میراثي کړکېچونو' پر پای ته رسولو د غني ټینګار

غني د انځور حقوق ARG
Image caption ښاغلی غني هلته د خبرو پر مهال یو ځل بیا د ملي پېژندګلوۍ مسالې ته ورستون شو چې په وینا یې افغانیت او اسلامیت یې له اصلي جوړوونکو برخو څخه دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د هغه څه پر هرومرو پای ته رسولو ټینګار وکړ چې ده میراثي کړکېچونه وبلل. ښاغلي غني په هرات کې د خپلې تمېدنې پر درېیمه ورځ سلګونو کسانو ته وینا کوله.

دوی د عُرفي اسنادو د قانوني کولو یوې غونډې ته ورټول شوي وو.

ښاغلی غني هلته د خبرو پر مهال یو ځل بیا د ملي پېژندګلوۍ مسالې ته ورستون شو چې په وینا یې افغانیت او اسلامیت یې له اصلي جوړوونکو برخو څخه دي.

د ده اشاره ظاهراً د نوې تذکرې پر سر ټوکېدلو ناندریو ته وه چې له امله یې د هغو ویش څو میاشتې وځنډېد.

هرات کې د بي بي سي خبریال محمد قاضي زاده وايي، د هویت څرنګوالي پر موضوع دا وروستیو کې بحثونه راپورته شوي دي، خو ولسمشر غني تر ابده د اسلام پر تابعیت او د یوه هویت پر لرلو ټینګار وکړ:

''مسلمانان وو، مسلمانان یو او وروسته به هم مسلمان پاتې شو، افغانان وو، افغانان یو او افغانان به یو. ''

دا لومړی ځل دی، چې هرات د ځمکو ملکیت رسمي او معتبر سندونه ووېشل شول.

د ښځو په ګډون شپږو کسانو ته ولسمشر غنی یاد سندونه په خپل لاس ورکړل.

د چارواکو په وینا د ملکیتونو او کورونو د ثبت لړۍ به ډېر ژر په اتو نورو ولایتونو کې هم پیل شي.

ویل کېږي تر اوسه په افغانستان کې ۴۰۰ زره کورونه ثبت شوي دي او چارواکي وايي، تر ۲۰۲۰ زېږدیز کاله پورې به نژدې یو میلیون کورونه ثبت شي.

په هرات او د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې د ځمکو غصب یوه لویه ننګونه بلل کېږي. ولسمشر غني په دې تړاو خبرداردی ورکړ:

''ستونزه دا ده، چې یوه خبیثه حلقه موږ خپله جوړه کړې وه. دا خبیثه حلقه څه شی دی، اول یوه ځمکه غصب کوو، بیا یې وېشو او بیا هغه چا ته چې خولې یې پرې تویې کړې، قانوني جایدادونه نه ورکوو. بیا کوتک ورپسې را اخلو او ورته وایو، چې خپل کور او سرپناه پرېږده. دا نور د منلو وړ نه ده. ''

له غصبوونکو سره د مبارزې لپاره ځانګړې محکمه جوړېږي

افغان کډوال ولې له پاکستانه بېرته ستنېدو ته زړه نه ښه کوي؟

ولسمشر غني په ځانګړې توګه د ښځو مالکیت حق ته اشاره وکړه او ویې ویل چې تر لوېدیځو ټولنو د اسلام دین څو پېړۍ مخکې ښځو ته د مالکیت حق ورکړی.

ولسمشر غني زیاته کړه په دې اړه به هم د اسلام دین د احکامو مطابق عمل کېږي.