BBC
 شاته

د خوښیو ډزې، که وېره او وحشت خپرول

هوايي ډزې د انځور حقوق Getty Images
Image caption په تېرو کلونو کې په هلمند، ننګرهار او کابل ولایتونو کې هوایي ډزو ځینې هېواد والو ته مرګژوبله هم اړولې ده.

تر ډېره افغانان چې کله د ډزو غږ واوري، په ذهن کې یې سم لاسي د جګړې، ناامنۍ او وژنو انځور جوړېږي، خو په وروستیو کې د هېواد په ځینو برخو کې د خوښیو ډزو هم هېوادوال ډېر اندېښمن کړي.

په وروستیو ورځو کې په نړیوالو سیالیو کې د افغان ورزشي لوبغاړو د بریاوو لمانځلو په خوښیو کې ډزو د خلکو ترمنځ وېره او وحشت رامنځته کړی.

تېره اونۍ د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې بریا د زیمبابوې پر وړاندې او د فري فایټ د لوبغاړو هوتک او مبارز بریاوو په خاطر توره شپه کې ډزو هېوادوال اندېښمن کړي.

په افغانستان کې د خوښیو په مراسمو کې ډزې کول په تېره بیا، د واده په مراسمو کې یو دود دی چې تر اوسه هم شته.

په تېرو کلونو کې په هلمند، ننګرهار او کابل ولایتونو کې هوایي ډزو ځینې هېواد والو ته مرګژوبله هم اړولې ده.

خوست یو له هغو ولایتونو دی، د خوښیو او ناتارو هوايي ډزو له کبله په تېرو لسو ورځو کې ۶۰ کسان پکې ټپیان شوي، ان ځینې وژل شوي هم دي.

هوايي ډزو د یوې افغانې ماشومې لاس او پښه فلج کړي

د افغان کریکټ بریا په خوښۍ ډزو دوه ماشومان وژلي

کابل کې گڼ کسان د هوايي ډزو په تور نيول شوي

پخوا به کلیوالو سیمو کې معمولاً ځینو کورنیو کې د هلک د زیږېدو یا ودونو مراسمو او د اخترونو په شپو کېدې.

خلک د هوایي ډزو په مخنیوي کې پولیس په پاتې راتلو او ناغیړۍ تورنوي، خو پولیس وایي، د هوایي ډزو د مخنیوي لپاره یې له کلونو راهیسې هڅې روانې او د ډېرو وسلو شتوالی یې پر وړاندې خنډ دی.

د انځور حقوق M.RAHIMI

جهانګیر چې خوست ښار کې د سونګ لرګو په خرڅولو بوخت دی. وایي، وراره یې چې د پلار یوازېنی زوی و، واده ته تللی و، هلته د خوښیو په ډزو لګېدلی او کورنۍ یې د غم په ټغر ناسته ده:

"وراره مې د پلار یو زوی و، درې خویندې، سپین ږیری پلار او مور یې پاتې شول. سږ له دولسم ډولګي فارغېده، ټولې هیلې یې خاورو ته یوړې. پلار به یې زما سره بازار کې د لرګیو کاروبار کې بوخت و، کله یې چې زوی وژل شوی دی، نه راځي زړه یې مات دی او وایي، د کاروبار شاوخوا کې مې د زوی هر کړه وړه راته یادېږي. موږ یې خوښ ساتو خو نه کېږي او ټول په زړه زخمیان شوو."

خوښیو کې د پولیسو ډزې

د خوست یو شمېر اوسېدونکي وایي، ډېر وخت په خوښیو کې د پولیسو په وسلو هم ډزې کیږي او هغوی چې په ناقانونه توګه وسله لري او هوایي ډزې کوي، د بډو په ورکولو خوشي کېږي.

اوس هم کره شمېر نه شته، چې هرکال به د خوښیو له هوایي ډزو څومره کسان وژل شوي او ټپیان شوي وي.

په لویه پکتیا او قبایلي سیمو کې پخوا وخت نا وخت د ښادیو په مراسمو کې ډزې کېدې، خو اوس په دغه کار کې ډېر افراط کېږي او اتومات وسلې لکه کلشنیکوف او داسې نور کارول کېږي، چې له امله یې مرګ ژوبله رامنځته کېږي.

د تېر ۱۳۹۵ کال جدي/غبرګولي پر ۱۶مه، پر زیمبابوې د افغان کرېکټ لوبډلې له بریا وروسته په هلمند کې د خوښۍ هوايي ډزو یو کس وواژه او کابل کې نورو ډزو دوه کسان ټپیان کړل. د یادې نېټې د ډزو په تور د کابل پولیسو ۲۳ کسان ونیول.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اوس هم کره شمېر نه شته، چې هرکال به د خوښیو له هوایي ډزو څومره کسان وژل شوي او ټپیان شوي وي.