دفاع وزات: د فراه نښته کې ۱۸ سرتېري وژل شوي
د افغانستان دفاع وزارت وايي، فراه ولایت کې د ملي اردو او وسله والو مخالفانو ترمنځ درنه نښته کې لږترلږه د ملي اردو ۱۸ سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. طالبان ادعا کوي، د بالابلوک "کنسک" سیمې قرارګاه یې "نیولې" ده.
د دغه وزات ویاند دولت وزیري رسنیو ته پوه استول شوې خبرپاڼه کې ویلي، نښته تېره شپه د فراه ولایت بالابلوک ولسوالۍ شاخ وسط سیمه کې د ملي اردو او وسله والو طالبانو ترمنځ شوې ده.
نوموړی زیاتوي، په نښته کې مخالفو وسله والو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې.
دفاع وزارت په خبرپاڼه کې د دې نښتې په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.
طالبانو د ۲۵ افغان سرتېرو او د دوو ژوندي نیولو ادعا کړې.
په وروستیو کې د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په ځینو برخو کې یوځل بیا د ژمي موسم د پای ته رسېدو سره د حکومت مخالفو وسله والو بریدونه ډېر شوي.
د کابل دیپلوماتیکه سیمه کې ځانمرګی برید شوی
د فراه والي: له وسلوالو طالبانو سره نوې روسۍ وسله ده
د سږ کال تر ټولو خونړی برید د تېرې سلواغې میشاتې پر اومه کابل کې و، چې کابو سل کسان پکې ووژل شول.
په ورته وخت کې، د شنبې په ورځ، کابل او هلمند کې درې ځانمرګي بریدونه وشول، خو ډېره مرګ ژوبله یې نه درلوده.
د روان کال لومړیو کې د فراه والي محمد عارف شاه جهان بي بي سي ته ویلي وو، په دې ولایت کې د جګړې تر شا بهرني لاسونه دي. نوموړي دا هم ویلي، وسله وال طالبان په نوې روسۍ وسله جګړه کوي:
"موږ چې له طالبانو کله وسله نیسو، له دوی سره نوې روسۍ وسله ده، په دې باوري یو چې له پولې سره ډېر نږدې دوی روزل کېږي".
ښاغلي شاه جهان د بي بي سي خبریال اسدالله لودین ته ویلي وو، افغان ځواکونو له وسلوالو طالبانو داسې د شپې دوربینونه نیولي، چې ښيي روسیه کې جوړ شوي دي.
د هغه په خبره، په دغه ولایت کې د افغان ځواکونو ډېره مرګ ژوبله هم د دغې وسلې له امله ده.
خو روسیه وسلوالو طالبانو ته د وسلو ور کړه ردوي.
افغانستان کې د بهرنیو اورپکو شمېر
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر سعودي عربستان ته د سفر په درشل کې شرق الاوسط ورځپاڼې ته ویلي، له پنځوسو زرو ډېر کورني او بهرني اورپکي په افغانستان کې د دولت پروړاندې جګړه کوي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار له سعودي عربستان نه د اسلامي نړۍ د مشر په توګه غوښتنه کړې چې افغانستان کې د ښکېلو ډلو ترمنځ د سولې بهیر کې خپل نفوذ وکاروي.
د هغه په خبره، ریاض کولی شي په سیمه ییز ټیکاو کې بنسټیز رول ولوبوي.
ښاغلي اتمر ټینګار کړی افغانستان کې به د سولې بهیر تر هغه بریالی نه شي چې ګاونډي هېوادونه د اورپکو ډلو په ځپلو او د هغوی مالي سرچینو په وچولو کې لازمه همکاري ونه کړي.
هغه له سعودي چارواکو غوښتي چې د اسلامي نړۍ د رهبر په توګه له افغانستان سره د سولې په بهیر کې مرسته وکړي.