BBC
 شاته

د کابل دیپلوماتیکه سیمه کې ځانمرګی برید شوی

کابل د انځور حقوق Reuters

د افغانستان امنیتي چارواکي وايي، ولسمشرۍ ماڼۍ او د ناټو مرکزي قومندانۍ ته څېرمه یوه ځانمرګي برید لږترلږه یو کس وژلی او شپږ نور یې ټپیان کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي بي بي سي ته وویل، برید ګهیځ اته بجې او ۲۰ دقیقې د یوه پلي روان ځانمرګي بریدګر له خوا د شش درک سیمې لومړۍ امنیتي پوسته کې وشو.

ښاغلی رحیمي وايي، ښايي بریدګر به امنیتي بنسټونو ته د ځان رسولو هوډ درلود.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي، د دوو ټپیانو روغتيايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

شش درک سیمه، چې د کابل نهمې امنیتي حوز اړوندېږي، تر ډېره ټینګ امنیت لري. تر ډېره امنیتي بنسټونه او د ناټو قومنداني په دې سیمه کې ده.

د تېرې سلواغې میاشتې پر اووه سږ کال کابل د تر ټولو خونړي برید شاهد و، چې کابو سل کسان پکې ووژل شول.

بل خوا، د افغانستان سوېلي هلمند ولایت مرکز لښکرګاه کې یوه ځانمرګي برید کوونکي له چاودېدونکو توکو خپل ډک موټر چوولی دی.

کابل ځانمرګی برید: ۱۳ پولیس وژل شوي او ۱۶ ټپیان دي

کابل کې ځانمرګی برید

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، په برید کې د دوو ښځینه پولیسو، ښځو او ماشومانو په ګډون اته کسان ټپیان شوي.

همداشان، د هلمند چارواکي وایې ددغه ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې یوه ځانمرګي برید کوونکي، چې غوښتل یې د یوه هاموي موټر په مټ د افغان پوځ یو مرکز په نښه کړي، تر رسېدو مخکې د افغان پوځيانو له خوا په نښه شوی او چاودنه یې کړې.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، برید کې یو افغان پوځي وژل شوی او دوه نور ټپيان دي، خو د کورنیو چارو وزارت د وژل شویو سرتېرو شمېر دوه ښيي او یو بل ټپي شوی.

د انځور حقوق Helmand
Image caption د هلمند سیمه ییز چارواکي وايي، ځانمرګی د مرکز لښکرګاه دویمې حوزې ته څېرمه شوی