BBC
 شاته

د ټاپي پروژې پرانيسته: ويډيو

له ترکمنستانه افغانستان، پاکستان او هندوستان ته د ګازو نللیکي غځولو چارې په رسمي ډول په هرات کې پیل شوې.

د پرانیستې په مراسمو کې پر افغان ولسمشر سربېره د ترکمنستان ولسمشر، د پاکستان لومړي وزیر او په بهرنیو چارو کې د هند دولت وزیر ګډون درلود.

افغان ولسمشر اشرف غني په هرات کې د ټاپي پروژې د کار د پرانیستې پر مهال وویل، افغانان ټاپي پروژه خپله ګڼي او ډاډ یې ور کړ د ټاپي پروژې په عملي کولو کې به هر اړخیزه مرسته وکړي.