BBC
 شاته

په هرات کې د ټاپي او څو نورو پروژو چارې رسما پیل شوې

د انځور حقوق ARG

له ترکمنستان څخه افغانستان، پاکستان او هندوستان ته د ګازو د لېږد نللیکي د غځولو چارې رسماً په هرات کې پیل شوې.

په هرات کې ټاپي د کار پیلېدو د مراسمو پر مهال له ترکمنستان څخه افغانستان ته د اورګاډي د پټلۍ او ټاپي پروژې پر مسیر د نوري فایبر د غځولو او همدارنګه له ترکمنستان څخه و پاکستان ته د ۵۰۰ ولټ برېښنا د لېږد (ټاپ) چارې هم رسماً پیل شوې.

د پرانیستې په مراسمو کې پر افغان ولسمشر سربېره د ترکمنستان ولسمشر قربانعلي بردي محمدوف، د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي او په بهرنیو چارو کې د هند دولت وزیر مبشر جاوید اکبر ګډون کړی و.

محمد اشرف غني په هرات کې د ټاپي پروژې د کار د پرانیستې پر مهال وویل، افغانان ټاپي پروژه خپله ګڼي او ډاډ یې ور کړ د ټاپي پروژې په عملي کولو کې به هر اړخیزه مرسته وکړي.

نوموړي پخپلو خبرو کې وویل، د افغانستان له لارې پاکستان ته د ترکمنستان د برېښنا د لېږد ستره پروژه به هم ددې لامل شي چې د افغانستان دوه سترې اقتصادي حوزې هرات او کندهار له یو بل سره ونښلي.

اشرف غني: ټاپي پروژه د ټولې سیمې لپاره بریالیتوب دی

ټاپي؛ د طالبانو واکمنۍ مهال طرحه ۲۳ کاله وروسته پلې کېږي

افغانستان د ټاپي لپاره سیمه ییز اقتصادي دهلیز

په بهرنیو چارو کې د هند د دولت وزیر مبشر جاوید اکبر نن جمعه د افغانستان او ترکمنستان له پولې تېرېدو ته په اشاره وویل، موږ له کومې ستونزې پرته له پولې تېر شوو او موږ باید د خپلو خلکو داسې یوه وسیله شو چې هغوی په اسانۍ تجارت او سیاحت وکړي او له دغو پولو په اسانۍ تېر را تېر شي:

" د یو بل پر وړاندې باید دېوالونه جوړ نه کړو، ځکه هغه تېروتنې چې زموږ پلرونو کړې وې، بیه یې اوس موږ پرې کوو او زموږ بچیان باید زموږ د تېروتنو تاوان ونه ګالي. "

ښاغلي اکبر پخپلو خبرو کې وویل، د ټاپي پروژې په پیل سره د ورېښمو د لرغونې لارې بیا ژوندي کېدل هم له تصوره لرې نه ده او ټینګار یې وکړ چې زموږ ګډ ليدلوری باید پر سوله او امنیت ور ټول وي.

نوموړي زیاته کړه، هند انرژۍ ته ډېره اړتیا لري او د ټاپي په څير له ورته نورو پروژو هم ملاتړ کوي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن جمعه د فبرورۍ په ۲۳مه د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د ترکمنستان هېواد د ماري ښار د سلیم چشمه سیمې ته لاړ او هلته یې د ټاپي پروژې د رغنیزو چارو د پای مراسمو کې ګډون وکړ.

تر هغه وروسته د ټاپي پروژې د ونډه والو هېوادونو استازي د افغانستان هرات ولایت ته لاړل او د ټاپي پروژې د پیل په مراسمو کې یې برخه واخیسته.

د افغانستان لوېدیځ هرات ولایت چې د ټاپي پروژې د پیل چارو د پرانیستي له امله د هند، پاکستان او ترکمنستان هېوادونو د لوړپوړو چارواکو کوربه و، له یوې اونۍ راهیسې یې امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

د انځور حقوق ARG

افغان دولت هیله من دی چې د ټاپي پروژې په پلي کېدو سره به د دغې نللیکې پر مسیر پرتو سیمو د اوسېدونکو اقتصادي وضعیت ښه شي او تر څنګ به یې په دغو سیمو کې امنیتي وضعیت کې هم ښه والی راشي.

د ټاپي پروژې نللیکه به د افغانستان له هرات، فراه، هلمند او کندهار له ولایتونو تېره او بیا به پاکستان ته ورسي چې له هغه ځای به له هند سره ونښلول شي.

ټاپي پروژه په ۱۹۹۰ کال طرح، په ۲۰۱۵ کال کې یې عملي چارې پیل او په ۲۰۱۹ کې به پای ته ورسېږي.

اوږدوالی یې ۱۸۱۴ کیلومټره دی چې ۸۱۶ کیلومټره یې د افغانستان له هرات، فراه، نیمروز، هلمند او کندهار ولایتونو تېرېږي.

ټولټال پرې ۲۲٫۵ میلیارد ډالره لګښت راځي چې ۷٫۵ یې د نللیکې او نور یې د ګازو ارزښت دی.

له دې نللیکي به افغانستان په لومړۍ لسیزه کې ۵۰۰، په دویمه کې یو میلیارد او په درېیمه لیسیزه کې یو نیم میلیارد متره معکبه ګاز تر لاسه کړي.

د دې نللیکې له درکه به د اټکل له مخې افغانستان هر کال تر ۴۰۰ میلیونو ډالرو حق العبور تر لاسه کړي.