BBC
 شاته

ټاپي؛ د طالبانو واکمنۍ مهال طرحه ۲۳ کاله وروسته پلې کېږي

افغانستان د انځور حقوق Getty Images
Image caption په ۲۰۱۰ کال کې د ترکمنستان په پلازمېنه عشق اباد کې د ټاپي پروژې د پیل لومړۍ هوکړه لاسلیک شوه

له ترکمنستان څخه افغانستان، پاکستان او هندوستان ته د ګازو د لېږدولو طرحه کابو ۲۳ کاله وړاندې مطرح شوه. په لومړیو کې پتېیل شوې وه چې د دغې طرحې رغنیزې چارې د یوه امریکايي او ارجنټایني شرکت له لورې تر سره شي، خو د افغانستان جګړو او له یادو شرکتونو څخه د ترکمنستان ناخوښي د دې لامل شوه چې دغه طرحه کلونه پخپل حال پاتې شي.

په ۱۹۹۱ کال کې د شوروي جهموریتونو اتحاد ړنګ شو او د منځنۍ اسیا هېوادونو تر خپلواکۍ تر لاسه کولو وروسته ترکمنستان وپتېیله د ګازو پرېمانه زېرمې یې جنوبي اسیا ته ولېږدوي.

یو ارجنټایني شرکت بریداس او یو امریکايي شرکت یونیکال د دغې نللیکې د طرحي د عملي کېدو لټه پیل کړه.

د ټاپي پروژې د تر سره کېدو مسله په ۱۹۹۴ کال کې یو ځل بیا را پورته شوه.

د وحید مژده په خبره، چې هغه مهال د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر اوس د طالبانو د چارپوه دی، اصلي ستونزه چې ترکمنستاني لوري له طالبانو سره مطرح کوله، دا وه چې امریکا د ارجنټایني شرکت شتون نه مانه او د امریکايي شرکت موجودیت د دې لامل کېده چې امریکا په سیمه کې د بشر حقونو اړوند مسلې راپورته کړي.

د ښاغلي مژده په خبره، له امریکا د منځنۍ اسیا هېوادونو وېره او همدارنګه د مخلمین انقلاب د رامنځته کېدو وېره، د ترکمنستان نورې اندېښنې وې.

ترکمنستاني چارواکو طالب استازو ته چې دغه هېواد ته یې سفر کړی و، ویلي وو، ترکمنستان د ټاپي طرحه افغانانو ته له دې امله په ډالۍ کې ور کوي چې ترکمنستان یې د شوروي اتحاد له شره خلاص کړی دی.

د راپورونو له مخې، د ۱۹۹۷ کال په ډیسمبر کې د امریکايي شرکت یونیکال په غوښتنه یو طالب پلاوی د امریکا د هوسټون ښار ته ور بلل شوی و چې د ګازو د نللیکې په اړه ور سره خبرې اترې وکړي.

د انځور حقوق AISA
Image caption په ۲۰۱۵ کال کې د ټاپي پروژې د پیل لومړی کولنګ پر ځمکه ووهل شو

ښاغلي مژده وايي، امریکا ته د طالب استازو له ور بللو موخه دا وه چې یونیکال شرکت طالبانو ته خپل مالي توان ور وښيي.

د هغه په خبره، طالبانو هم له امریکايي شرکت څخه خپل غوښتنې لرلې چې مهمې یې د کابل-هرات سړک پخول، د نللیکې په اوږدو کې د کارګرو لپاره د ښارګوټو جوړول او د ورځې له بیې سره متناسبه مالیه اخیستل و.

معلومه نه ده چې طالب استازي له یونیکال شرکت سره څه پایلې ته ورسېدل، خو داسې رپوټونه شته چې طالبانو له امریکا غوښتل د دغې ډلې حاکمیت دې د امریکا له خوا په رسمیت وپېژندل شي، خو ښاغلي وحید مژده دا رپوټونه بې بنسټه بولي.

* ټاپي، سوله او جګړه

* افغانستان د ټاپي لپاره سیمه ییز اقتصادي دهلیز

* طالبان: ټاپي پروژه به ساتو

په افغانستان او عراق کې د امریکا پخوانی سفیر زلمي خلیلزاد د طالب پلاوي کوربه و. طالبان وايي، زلمي خلیلزاد د دوی د درناوي په پار پخپل کور کې د کریسمیس پر موجوده ونه ټوټه غوړلې وه.

ښاغلی خلیلزاد هم مني چې د طالب او یونیکال کمپنۍ د استازو په غونډه کې یې برخه لرله او له امیرخان متقي سره یې له ښځو سره د دوی له خوا پر کېدونکي چلند توندې خبرې هم کړې وې.

خلیلزاد پخپل کتاب (استازي) کې لیکلي، د ۱۹۹۰ کال په اوږدو کې د کمبریج د انرژۍ برخې له ما وغوښتل چې د یونیکال شرکت په امکان سنجوونکې څېړنه کې برخه واخلم.


د ټاپي پروژې ځانګړنې

د پروژې نوم : له ترکمنستان څخه افغانستان، پاکستان او هند ته د ګازو د نلليکې غځول.

د پروژې پیل: د ۲۰۱۵ کال ډیسمبر

د پروژې لګښت: ۷.۵ میلیارده ډالر د نللیکي لګښت او ۱۵ میلیونه یې د ګازو بیه

د نللیکې اوږدوالی: ۱۸۱۴ کیلو مټره

په افغانستان کې یې اوږدوالی: ۸۱۶ کیلو مټره

د پورې د بشپړېدو نېته: ۲۰۱۹

د پروژې پلي کوونکی: ټاپي لمیټډ


له اسامه بن لادن سره د طالبانو نږدې اړیکې د دې لامل شوې چې امریکا طالبانو ته د شک په سترګه وګوري چې وروسته یې باید طالبان د بشر حقونو تر پښو لاندې کولو او د ښځو د زدکړو او کار د مخنیوي له امله پر هغوی بندیزونه ولګول.

یونیکال شرکت د ټاپي پروژې د تر لاسه کولو لپاره په کابل کې د افغانستان د پخواني قاضي القضات عبدالسلام عظیمي په مشرۍ دفتر پرانیستی و، خو پر طالبانو د امریکا تر فشارونو زیاتېدو وروسته ناهیلی شو او خپل دفتر یې وتاړه.

د ښاغلي مژده په خبره، ترکمنستان د طالبانو له واکمنۍ ړنګېدو وروسته هم له دې ډلې سره خپلې اړیکې پرې نه کړې.

تر دې چې په ۲۰۱۵ کال کې یې هم د طالبانو د قطر د دفتر مشر شیرمحمد عباس ستانکزی ترکمنستان ته ور بللی و او د ټاپي پروژې د پلي کېدو او د هغې د امنیت په اړه یې ور سره خبرې اترې وکړې.

* هرات کې ټاپي پروژې پیلولو ته چمتووالی

* د ټاپي پروژې اقتصادي ګټې او ننګونې

د طالبانو د واکمنۍ له ړنګېدو ټیک ۹ کاله وروسته په ۲۰۱۰ کال کې د ټاپي پروژې هوکړه لیک د ترکمنستان په پلازمېنه عشق اباد کې لاسلیک شو.

د ټاپي پروژه په سیمه کې ستره اقتصادي پروژه ګڼل کېږي چې د افغانستان پخواني ولسمشر پکې ګډون کړی و.

د دغه هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال ونډه والو هېوادونو مشرانو هیله وښوده چې عملي چارې به یې په ۲۰۱۴ کال کې پیل او په ۲۰۱۷کال کې پای ته ورسېږي. خو کارونه یې د پلان له مخې تر سره نه شول.

په ۲۰۱۵ کال کې د څلور واړو هېوادونو مشرانو د ټاپي پروژې د پیل لومړی کولنګ وواهه او چارې یې رسماً پیل شوې او وویل شول چې د ۲۰۱۹ کال په ډیسمبر کې به یې چارې پای ته ورسېږي.

په افغانستان کې به د ټاپي پروژې رغنیزې چارې نن جمعه د فبرورۍ ۲۳مه رسما پیل شي.

Image caption په ۲۰۱۵ کال کې د څلور واړو هېوادونو مشرانو د ټاپي پروژې د پیل لومړی کولنګ وواهه او چارې یې رسماً پیل شوې

ترکمن ګاز، افغان ګاز تصدي او ګیل دولتي شرکتونه او همدارانګه ګاز سیسم خصوصي شرکت د ټاپي پروژې سهم لرونکي شرکتونه دي.

د دې پروژې بېلابېل پړاوونه لکه ارزونې، طرحې او رغنیزې چارې بېلابېلو باندینیو شرکتونو ته ور کول کېږي.

د بېلګې په ډول، د افغانستان په دننه کې د ټاپي پروژې طرحه کولو قرارد د افغان ګاز له لوري د (ای ایل ایف) نړیوال مهندسي شرکت سره لاسلیک شو.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د ټاپي پروژه څه ده؟