BBC
 شاته

افغان ولسمشر د ټاپي پروژې د پرانیستي لپاره ترکمنستان ته تللی

. د انځور حقوق ARG

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په ترکمنستان کې د ټاپي پروژې د کار د پای ته رسېدو لپاره دغه هېواد ته تللی دی.

افغان ولسمشر نن جمعه د یوه دولتي پلاوي په مشرۍ د ترکمنستان هېواد د ماري ښار د سلیم چشمه سیمې ته لاړ چې په دغه هېواد کې د ټاپي پروژې د چارو د پای په مراسمو کې ګډون وکړي.

په دغو مراسمو کې د ترکمنستان ولسمشر قربانعلي بردي محمدوف، د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي او د هند د بهرنیو چارو وزیر ګډون کړی دی.

هرات کې د ټاپي پروژې تر پرانیستغونډې وړاندې، ترکمنستان کې لومړنیو مراسمو ته ولسمشر محمد اشرف غني وویل، افغانستان به د سوېلي او مرکزي اسیا هېوادونو د نښلولو پر یوه دهلیز بدل شي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ولسمشر غني د ترکمنستان له ولسمشر او د هغه له کاري ډلې د ترکمنستان ټاپي پروژې د یوې برخې د بشپړولو له کبله مننه وکړه.

ولسمشر غني زیاته کړه،‌ افغانستان له ګاونډیو هېوادونو سره د خپل اقتصادي دهلیز په جوړولو باوري دی. هغه وویل، د ټاپي ګازو نل لیکې پروژه له څه باندې یوې پېړۍ جلاوالي وروسته سوېلي اسیا له مرکزي اسیا سره نښلوي.

محمد اشرف غني وویل،‌ هرات کې د ټاپي‌ پروژې د دویم پړاو پرانیستلو په درشل کې به له ولایتي چارواکو،‌ مدني ټولنې، پوځي چارواکو او علماوو او د ځوانانو له استازو او سوداګرو سره وګوري. نوموړی وايي، د کندهار،‌ هلمند،‌ نیمروز او فراه ولایتونو له ښځو سره هم خبرې ولري.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د ماليې وزیر اکلیل حکیمي او یو شمېر نور لوړپوړي چارواکي له ښاغلي غني سره په دغه سفر کې ملتیا کوي.

ټاپي؛ د طالبانو واکمنۍ مهال طرحه ۲۳ کاله وروسته پلې کېږي

وروسته له دې چې په ترکمنستان کې د ټاپي پروژې د رغنیزو چارو پای اعلان شو، ور سره جوخت به په هرات کې د دې پروژې چارې رسماً پيل شي.

د افغانستان لوېدیځ هرات ولایت چې پتېیل شوې د ټاپي پروژې د چارو د پرانیستي له امله به نن جمعه د فبرورۍ ۲۳مه د هند، پاکستان او پاکستان هېوادونو د لوړپوړو چارواکو کوربه وي، له یوې اونۍ راهیسې یې امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

افغان دولت هیله من دی چې د ټاپي پروژې په پلي کېدو سره به د دغې نللیکې پر مسیر پرتو سیمو د اوسېدونکو اقتصادي وضعیت ښه شي او تر څنګ به یې په دغو سیمو کې امنیتي وضعیت کې هم ښه والی راشي.