BBC
 شاته

امریکا کې د ښوونځي برید اغېزمنو غوسه

په امریکا کې د فلورېدا برید قربانیانو مخامخ له ولسمشر ډانلډ ټرمپ سره ولیدل. خپله قضه او غم یې ورته بیان کړ. له قربانیانو سره تر خبرو وروسته، ولسمشر وويل کېدی چې په راتلونکې کې، د ماشومانو د خوندي ساتلو لپاره، په ښوونځیو کې ښوونکو ته وسله ورکړل شي.

ولسمشر ژمنه هم وکړه چې له دې وروسته به له وسلې اخیستو مخکې له خلکو ډېر معلومات اخیستل کېږي او ښه به څېړل کېږي. په عین وخت کې، په فلورېدا کې زده کوونکي په مظاهره را وتلي و او ويل چې هغه ډول پېښې باید نورې تکرار نشي.