BBC
 شاته

راشد خان د کډوالۍ له سختو، د کرېکټ تر هسکو

. د انځور حقوق Getty Images

که له افغانستان هره ورځ د تاوتریخوالي خبرونه خپرېږي، خو په سپورټ برخه کې د دغه هېواد د اتلولیو خبرونه هم کم نه دي.

د افغان کرېکټ ملي لوبډلې ورو توپ اچونکی راشد خان ارمان د کرېکټ لوبې د نامتو نړیوالو لوبغاړو په ډله کې راغلی دی.

راشد خان لومړی د هندوستان د کرېکټ په غوره لیګ یا (ای پي ایل) کې د ښه لوبېدو له امله د کرېکټ د مینه والو پام د ځان پر لور کړ او ورپسې یې د اسټرالیا د کرېکټ په لوی لیګ (بیګ باش) کې هم خپل ځان ثابت کړ.

* راشد خان د بېګ باش سیالۍ کې غوره لوبغاړی شو

* راشد خان د یوه ورځني کرېکټ تر ټولو غوره توپ اچوونکی

* ټي ۲۰ لوبو ته له راشد خان سره د سسکس تړون

* راشد خان د اسوسيېټ هېوادونو د کال غوره لوبغاړی

د افغانستان دغه ځوان او ځلانده کرېکټ لوبغاړي په دا وروستیو کې د کرېکټ د نړیوالې شورا په ډلبندۍ کې د یو ورځنیو لوبو د لومړۍ درجې توپ اچوونکي او د ۲۰ اوریزو لوبو د دویم درجه توپ اچوونکي مقام خپل کړی دی.

راشد خان د زیمبابوې پر وړاندې په تېرو سیالیو کې ۱۶ ویکټې ترلاسه کړې چې پر مټ یې د کرېکټ د نړیوالې شورا له خوا د توپ اچونې په برخه کې لومړی مقام تر لاسه کړ.

د ښاغلي خان د کامیابۍ تر شا یو اوږده کیسه پرته ده. د هغه د کرېکټ د نورو لوبغاړو په پرتله څه ناڅه زیاتې دي.

راشد خان په ۱۹۹۸ کال د افغانستان په ختیځ ننګرهار کې نړۍ ته راغلی، لس وړونه او خویندې لري.

د انځور حقوق Getty Images

دوی په افغانستان کې د جګړو له امله دې ته اړ شول چې له خپل ټاټوبي د پاکستان لورې ته لاړ شي او ډیر کلونه هلته تېر کړي.

کورنۍ یې چې په افغانستان کې د نوي حکومت په راتلو سره افغانستان ته ستنه شوه او راشد خان به له خپلو وړونو سره د کرېکټ لوبه کوله.

نوموړي د افغانستان په کورنیو لوبو کې پر لوبېدو سربېره د انډر ۱۹ په لوبډله کې هم لوبه کوله، خو کله چې ۱۷ کلن شو، نو د افغانستان ملي لوبډلې ته غوره شو.

راشد ارمان خپله لومړۍ نړیواله لوبه په ۲۰۱۵ کال کې د زمبابوې لوبډلې پر وړاندې وکړه.

راشد ارمان ملي لوبډلې ته له راتلو دوه کاله وروسته د هندوستان د کرېکټ په غوره لیګ سیالیو کې واخیستل شو، چې د ښې لوبې کولو له امله یې په نړیواله کچه د خلکو پام خپل کړ.

اصلي وسله څه ده؟

د راشد ارمان غټ کمال په دې کې دی چې نوموړی ورو توپ په داسې انداز اچوي چې توپ وهونکی پرې تېروځي.

دا هغه څه دي چې افریدي یې هم ترسره کوي. هغه لوبغاړي پسې لوبغاړی سوځوي او دا یې ځانګرنه ده.

له دې پرته هغه ښه ډګر ساتونکی هم دی او په لوبه کې ډيری ښه ډګرساتنه کوي. ښه ډګر ساتنه د یوه ورځنیو لوبو د ګټلو لپاره د کرېکټ مهمه برخه ده.

۲۰۱۸ کال د راشد خان ارمان لپاره ډیر ښه کال ګڼل شوی دی. مخکې له دې چې هغه د کرېکټ د نړیوالې شورا له خوا د یو ورځنیو لوبو غوره لوبغاړی اعلان شي، د هندوستان د کرېکټ په غوره لیک سیالیو کې اخیستل شوی دی.

د انځور حقوق Getty Images

نوموړی په له سنزاریز حیدر اباد لوبډلې سره د ۹۰ میلیونو هندي کلدارو په بدل کې لوبه وکړي.

راشد ارمان په ۲۷ یو ورځنیو لوبو کې ۸۶ ویکټې اخیستي دي او په ۲۹ شل اوره لوبو کې یې ۴۷ لوبغاړي سوځولي دي.

د نوموړي په اړه ویل کېږي چې توپ اچونه یې ډېره منظمه ده او د هر توپ وهونکي پر وړاندې هغسې توپ اچونه کوي چې دی یې غواړي.

په تېر بېګ باش لیګ کې نوموړي د اډیلیډ سټرایکر لوبډلې په ګته لوبه وکړه. هغه په دغه لیګ کې دومره په زړه پورې توپ اچونه کړې چې په نړیواله کچه ستایل شوی دی.

د تېر کال په نومبر میاشت کې هم هغه د پاکستان د کوټې ګلیډیټرز لوبډلې لخوا د لوبې لپاره غوره شوی و.

پر دې هر څه سربېره به نوموړی د انګلستان د نټ ویسټ ټي ۲۰ ټورنمنټ کې هم د لوبې لپاره غوره شوی دی چې د سسیکس کاونټۍ لوبډلې په ګټه به ولوبېږي.

د انځور حقوق Getty Images