BBC
 شاته

امریکا کې ۱۰ زره کاله چلېدونکې ګړۍ جوړېږي

ګړۍ د انځور حقوق EYEWIRE INC
Image caption ددې پروژې بشپړېدو لپاره ښکاره نېټه نه ده په ګوته شوې.

په امریکا کې د "زریزې ګړۍ" په نوم داسې یو ساعت د جوړېدو په حال کې دی چې د انسان له لاسوهنې پرته لس زره کاله وچلېږي.

ددې پروژې بشپړېدو لپاره ښکاره نېټه نه ده په ګوته شوې. دا ساعت د "لانګ ناو" فونډېشن په نامه موسسه جوړوي، چې وايي موخه یې په خلکو کې د اوږدمهاله فکر کولو عادت دودول دي.

دا ګړۍ به د امریکا ټیکساس ایالت د غره لمن کې امازون شرکت اړوند ملکیت کې جوړېږي.

ددې ساعت امریکايي جوړوونکي ډاني هیلز د لومړي ځل لپاره خپل مفکوره په کال ۱۹۹۵ کې ډاګیزه کړه.

هغه مهال ښاغلي هیلز ویلي وو، دا ساعت به په کال کې یوځل ټک کوي او ټیک ۱۰۰ کاله به مخکې ځي.

دا ګړۍ داسې جوړه شوې، چې د تودوخې د درجې له بدلېدو په ګټې اخیستو به چلېږي.

په پام کې ده چې دا ګړۍ به د "امازون" شرکت د بنسټګر جیف بیزوس په شخصي ځمکه جوړېږي.

نوموړي د تېرې سې شنبې په ورځ پر خپل ټویټر د دې ګړۍ جوړولو یوه ثبت شوې وېډیو هم خپره کړې ده.

ګڼو مشهورو هنرمندانو او مفکرینو ددغې پروژې ملاتړ کړی. بیزوس پر دې پروژې ۴۲ میلیون ډالر لګولي.

ددغه ساعت یوه لومړنۍ نمونه چې - په ۱۹۹۹ کال جوړه شوې وه - د لندن ساینس موزیم کې نندارې ته اېښودل شوې ده.