BBC
 شاته

افغانستان د نړۍ "څلورم تر ټولو فاسد" هېواد وبلل شو

د روڼتیا نړیوال سازمان د انځور حقوق Transparency International
Image caption د نړۍ هغه نقشه چې د روڼتیا نړیوال سازمان د ادارې فساد د کچې پر اساس جوړه کړې

د روڼتیا نړیوال سازمان په وروستي رپوټ کې افغانستان د نړۍ څلورم تر ټولو فاسد هېواد بلل شوی.

یاد سازمان د ۲۰۱۷ کال لپاره په خپل تازه خپاره شوي رپوټ کې د نړۍ په ۱۸۰ هېوادونو کې د اداري فساد کچه او د مخنیوي لپاره یې د حکومتونو هلې ځلې ارزولي دي.

د دې رپوټ له مخې افغانستان د اداري فساد له کبله تر سومالیا، سویلي سودان او سوریې وروسته څلورم ځای لري.

له فساده د پاکو ۱۸۰ هېوادونو په لېست کې افغانستان ۱۷۷م ځای خپل کړی.

د روڼتیا نړویوال سازمان هر کال د خپلې اروزنې پر بنسټ په دې لېست کې شاملو هېوادونو ته نُمرې ورکوي.

افغانستان سږ کال په سلو کې پنځلس نُمرې ترلاسه کړي.

یاده دې وي چې افغانستان د یاد سازمان د ۲۰۱۶ کال په رپوټ کې هم پنځلس نُمرې درلودې او څلورم ځای یې خپل کړی و.

په ورته وخت کې د افغانستان د روڼتیا څار سازمان مشر سید اکرام افضلي وایي، په افغانستان کې د ادراې فساد پر ضد مبارزه تل د سیاستونو ښکار شوې او هېڅ کله یې دوام او ثبات نه دی موندلی.

نوموړی ادعا کوي چې په افغانستان کې د اداري فساد د مخنیوي لپاره جوړ شوي بنسټونه په دې نه دي توانېدلي چې په خپلواکه توګه فعالیت وکړي.

د انځور حقوق Integrity Watch Afghanistan
Image caption د افغانستان د روڼتیا سازمان وایي، د اداري فساد پر ضد مبارزه د سیاستونو ښکار شوې

د ښاغلي افضلي په وینا، په افغانستان کې د اداري فساد ستونزه باید د دې هېواد ملي امنیت ته ګواښ وبلل شي او پر ضد یې مبارزه باید له سیاستونو او مسلحتونو پاکه وي، که نه روان وضعیت ښایي تر دې هم بدتر شي.

د جدول په بل سر کې نوی زلاند له فساده تر ټولو پاک هېواد بلل شوی دی او په سلو کې یې 89 نُمرې ترلاسه کړي.

ډنمارک ۸۸ او فنلنډ ۸۵ نُمري لري او په دې حساب دویم او دریم ځایونه یې خپل کړي دي.

رپوټ وایي، د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې ګڼ شمېر هغو یې د اداري فساد د ختمولو یا راکمولو په برخه کې د تېر کال پرتله کوم خاص پرمختګ نه دی کړی.

د روڼتیا نړیوال سازمان وایي، په لېست کې د شاملو هېوادونو لپاره په اوسط ډول د ۵۰ نُمرو هدف ټاکل شوی و، خو سږ کال د ټولو هېوادونو اوسط نُمرې ۴۳ دي.

د سیمې په حساب د لویدیځې اروپا هېوادونه په وروستي رپوټ کې تر ټولو ښه ځلېدلي او په اوسط ډول یې ۶۶ نُمرې ترلاسه کړي.

خو بله خوا د افریقا د سهارا سیمې هېوادونه، ختیځه اروپا او د مرکزي آسیا هېوادونه تر ټول فاسد بلل شوي او اوسط نُمرې یې ۳۴ دي.