BBC
 شاته

د درېیو کسانو ژبه

نن د فبرورۍ ۲۱ مه، په ټوله نړۍ کې، د مورنۍ ژبې ورځ لمانځل کېږي. د ملګرو ملتونو کلتوري اداره يونسکو وايي دا ورځ د دې ياد دی چې "ژبنی رنګا رنګوالی" او "ګڼوالی" په خلکو او ټولنو کې د پرله پسې پرمختګ سبب کېږي.

د خیبر پښتونخوا په سوات کې بيا، يوه ژبه اوس بیخي له ورکېدو سره مخامخ ده. اوس يوازې درې کسان، پر بدېشۍ، خبرې کوي. دا خلک وايي په سيمه کې يې د نورو ژبو له خلکو سره ودونه کړي او نويو نسلونو یې خپله ژبه هېره کړې ده.

د فبرورۍ ۲۱ مه ورځ په ټوله نړۍ کې د مورنۍ ژبې نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي. د دې ورځې په مناسبت داسې ژبو ته پر ځانګړي پام ټینګار کېږي، چې ویونکي یې په لږېدو دي. د بي بي سي خبریال ظفر سید داسې یوه ژبه درپېژني چې ویونکي یې زرګونه یا لسګونه هم نه دي، بلکې یوازې درې کسان پرې پوهېږي.

د درېیو کسانو ژبه

ښايي سیدګل، رحیم ګل او علي شېر په نړۍ کې د بدیشي ژبې وروستي درې ویونکي دي. دغه ژبه د خیبر پښتونخوا سوات په بشي ګرام سیمه کې ویله کېږي.

د ژبې ورکېدو یو سبب دا بلل کېږي، چې د کلي نارینه وو له نورو ژبو ویونکو ښځو سره ودونه کړي دي او د هغوی ماشومانو د بدیشي ژبې پر ځای د خپلو مېندو ژبې ویلې.

سیدګل وايي:

''مخکې اته - لس کورونو کې دغه ژبه ویل کېده، خو اوس یې ویونکي نه شته. وجه یې دا ده، چې خلکو بهر ودونه وکړل او ماشومانو د خپلو نیکونو د ژبې پر ځای د مېندو ژبه ویل پیل کړل. ''

اندېښنه دا ده، چې له دغو درېیو کسانو وروسته به د بدیشي ژبې ویونکي پاتې نه شي. بدیشي ژبه ښايي له محو کېدو و نه ژغورل شي، خو د څو ټکیو له یادولو سره یې ښايي ياد پاتې شي.