یوه کال کې دوه ځله لیکدود کې بدلون
قزاقزستان حکومت د یوه کال موده کې دویم ځل د ځايي ژبې لیکدود د الفبا توري بدلوي. حکومت دغه اقدام له هغه وروسته کوي، چې پر مخکیني الفبا چې ولسمشر نور سلطان نظربایوف منظور کړی و، ډېرې نیوکې وشوې او مینه وال یې و نه موندل.
ولسمشر امر کړی، چې له سیریلیک یا آزبوکا لیکدود نه لاتین هغه ته د ژبې لیکدود اړولو پروسږنۍ پرېکړه کې باید بدلون راوستل شي.
د الفبا مخکیني بڼه کې ډېرې نیوکې پر یو شمېر علامتي تورو کېدې، چې له کبله یې ولسمشر دغه پرېکړه د یوه امر پر بنسټ بدله کړه.
پخواني لیکدود ۳۲ توري درلودل او زیر زبر ته ورته توري په کې د بېلا بېلو غږونو څرګندولو لپاره شامل کړل شوي وو.
د 'صفر' لومړنۍ بېلګې موندل شوې دي
د چین "پینیین" بنسټګر د ۱۱۱ کلونو په عمر ومړ
چین کې ډېرې پخوانۍ لیکدړې موندل شوي
د ځايي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، د نوې پرېکړې په اړه خوښې څرګنده شوې او انلاین غوښتنلیکونو کې غوښتل شوي، چې باید علامتي توري له یوه مخه لېرې کړل شي.
یو شمېر ژبپوهانو ویلي، دغه علامات لوستل ستونزمنوي او له مشورې پرته په الفبا کې شامل کړل شوي وو.
د علامتي تورو پر ځای اوس پکې لهجې شاملې شوې دي او دغه هېواد اوس ګاونډي ترکمنستان ته ورته نظام خپلوي.
د اي کي ای پي خبري اژانس رپوټ کې ویل شوي د ولسمشر امر کې چارواکو ته اووه کاله وخت ورکړل شوی، چې ټول هېواد کې د لیکدود نوی سسټم دود کړي.