BBC
 شاته

د پښتونخوا دیر؛ ښځو تر سړو ډېرې رایې اچولې

دیر د انځور حقوق Haleem Asad
Image caption د دې سیمې اوسېدونکې او د ښځو د بنسټیزو حقونو فعاله شاد بيګم وايي، ډيره خوښه ده چې ښځې يې په ټاکنو کې وليدې او خپله رایه يې ورکړه.

د خیبر پښتونخوا د دير ولسوالۍ په ځايي حکومتي ټاکنو کې د ښځو رایه تر سړيو ډېره اچول شوې ده.

د ښځو د حقونو کار کوونکي دا یو ښه ګام بولي.

دغه ټاکنې دوه مياشتې مخکې هم شوې وې خو د پاکستان د ټاکنو کميسيون ځکه ځندولې وې چې د ښځو رایې له لس سلنو کمه وه.

دغه ټاکنې د دير د ۱۷ څوکۍ لپاره کيدلې چې د بيلابيلو ګوندونو کانديدانو په کې ونډه درلوده.

په دې ټاکنو کې د شلفلم سيمه کې د ښځو رايې ۵۵ او د سړیو ۵۲ سلنه وې.

د قبایلي سیمې ښځو ته به د رایې ورکولو زمېنه برابره شي؟

پښتونخوا کې مېړه خپله نڅاګره مېرمن په ډزو وژلې

تر سوات وروسته باجوړ کې د پښتنو احتجاج

د دير د ټاکنو د کميسيون چارواکي نورسيد خان بي بي سي سره په خبرو کي وويل، دا يوه ښه ګام دی چې ښځې د رایې ورکولو لپاره له کورونو راوتلي دي.

د هغه په خبره اوس هم دې سیمه کې ځینې حقلې شته چې هلته د ښځو رایه نه ده کارول شوې.

که د دې سيمې اوسېدونکو د دې موضوع په اړه ټاکنو کمیسیون ته شکایت وکړ، نو قانوني لاره دا ده چې دغه ټاکنې به بيا ځنډول کېږې.

د دې سیمې اوسېدونکې او د ښځو د بنسټیزو حقونو فعاله شاد بيګم وايي، ډيره خوښه ده چې ښځې يې په ټاکنو کې وليدې او خپله رایه يې ورکړه.

د هغې په خبره، که سياسي ګوندونه او د ټاکنو کميسيون نور هم په دې برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي ښايي د ښځو د رایې سلنه به نوره هم لوړه شي.

د ټاکنو کمیسیون د دې ټاکنو احتمالي پایلې د سړیو په پرتله ۱ سلنه کم ښودل شوې وه.

په ۲۰۱۳م کال کې هم د ټاکنو کميسيون د ټاکنو پایلې له همدې امله ځنډولې وې چې د ښځو رایه له لس سلنې کمه وه.

د پاکستان د ټاکنو د قانون پربنسټ که د ښځو رایه له ۱۰ سلنې کمه وي، ټاکنې ځندول کېږي.