BBC
 شاته

افغانستان: سږکال د مخدره موادو نژدې ۳۰۰۰ قاچاقبر نیول شوي

د انځور حقوق Getty Images

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وایي، د روان ۱۳۹۶ لمریز کال له پيله تراوسه یې ۲۳۱ ټنه بیلابیل ډول نشه يي توکي له منځه وړي او په دې تړاو یې نژدې درې زره مشکوک کسان نیولي دي.

د دغه وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې دمبارزې معینیت وایي، نیول شویو کسانو کې د عامه امنیت ساتونکي، مېرمنې او بهرنیان هم شامل دي.

چارواکو ویلي دغو اقداماتو سره قاچاقبرو ته ۲۷۲ میلیونه ډالره تاوان اوښتی.

د نشه يی توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال عبدالخلیل بختیار وايي، سږ کال د نشه يي توکو د قاچاق په تور ۲۸۴۸ کسان نیول شوي، چې پکې ۱۳ بهرنیان، ۵۶ مېرمنې، ۶۹ پولیس او د ملي پوځ او ملي امنیت ځینې کسان شامل دي.

''ټول هغه نشه يي مواد چې روان کال کې نیول شوي، ۲۳۱ ټنه دي په دې کې تریاک، مورفین، هیروئین، چرس، الکولي مشروبات، او نور ممنوع مواد شامل دي. ''

ننګرهار کې کابو ۱۰ ټنه مخدره توکي نیول شوي

د ۱۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت مخدره توکي ونيول شول

چارواکي وايي په سږنیو عملیاتو کې یې د نشه يي توکو ۲۷ لابراتوارونه له منځه وړي. د کورنیو چارو وزارت خپل تر ټولو بریالي عملیات د ننګرهار د خوګیاڼو سیمې عملیات بولي چې په دې وروستیو کې وشول او هلته په کې د نشه یي موادو د پروسس دوه مرکزونه له پنځه ټنه دې توکو سره له منځه ولاړل.

افغانستان کې امریکایي ځواکونو هم په دې وروستیو کې د نشه یي توکو د پروسس پر مرکزونو خپل بریدونه ډېر کړي او دوی وایي، نشه یي توکي د طالبانو لویه مالي سرچینه ده.

څه باندې درې میاشتې مخکې ملګرو ملتونو او افغان چارواکو ویلي و، د نشه یې توکو د تولید او کروندې کچه دوه برابره ډېره شوې ده.

د انځور حقوق Getty Images

د دوی د معلوماتو له مخې له هلمند وروسته کندهار، بادغیس، فاریاب،ارزګان، ننګرهار، فراه، بلخ، نیمروز او بدخشان افغانستان کې هغه ولایتونه بلل شوي، چې ډېر نشه يي مواد پکې تولیدیږي.

طالبانو بیا په دې وروستیو کې له نشه یي توکو سره د افغان حکومت او د هغوی د بهرنیو ملګرو مبارزه بې ګټې بللې وه او ویلي و چې دغه ستونزه ورځ تر بلې په پراخېدو ده.