BBC
 شاته

غني: ارګ د ولس کور دی، د زورواکانو نه دی

غني د انځور حقوق Arg

افغان ولسمشر کابل کې یوې غونډې ته پرته له دې چې د چا نوم واخلي د حکومت موازي جوړښتونو ته په اشارې وویل، د ولسمشرۍ ماڼۍ د زور او زورواکانو ځای نه دی، بلکې د خدمت او د ولس کور دی.

نوموړي دا څرګندونې د چارشنبې په ورځ (فبروري ۲۱مه، کب دویمه) د قومي او جهادي مشرانو او د ولایتي شوراګانو له استازو سره د سولې په ملي او مشورتي کنفرانس کې وکړې.

هغه افغانستان کې د غصب شویو ځمکو په تړاو وویل، په ټول هېواد کې شاوخوا یو میلیون جرېبه ځمکه غصب شوې چې کابو څلور سوه جرېبه بېرته له غصبوونکو راګرځول شوې ده.

ولسمشر غني وویل، له هر اړخیزه اقتصادي، سیاسي او کلتور اصلاحاتو او ټینګ هوډ پرته د سولې راتلل ګران کار دی.

ده وویل، سوله غوښتنه نه ده، بلکې د هر افغان هیله ده.

"مېرمنې دې سوله لومړی له خپل کوره پیل کړي"

طالبان: ټاپي پروژه به ساتو

که څه هم څو ورځې وړاندې بهرنیو چارو وزارت کې د کابل بهیر جوړېدونکي کنفرانس کې د سولې عالي شورا ځینو ښځینه غړو اندېښنه وښوده، چې سوله کې دوی ته پاموړ برخه نه ده ورکړل شوې، خو ښاغلي غني وویل:

"د سولې بهیر کې به افغان مېرمنې مستقیماً د سوله غوښتونکو قومونو سربېره ګډون ولري. زموږ خویندو څلوېښت کاله ځور لیدلی او د افغانستان اتلې ښځې ته صحنې ته راوتلې دي".

ده وویل، افغان مېرمنې د ځان استازیتوب کولی شي.

ده وویل، سوله به د تړلو دروازو ترشا نه کېږي، بلکې ددغه هېواد ددې حیاتي اړتیا پوره کولو په تړاو به خبرې په علني ډول کېږي.

ده وویل، تر هغو چې کورني بې ځایه شوي خپل دایمي ځای ونه لري او قانون پلی شوی نه وي، سوله راتلل به ګران وي.

جرګو او مشورو ته په اشارې سره، ولسمشر غني د ولس پر نبض پوهېدل له جرګو او مشورو سره غوټه کړل:

"دا د مشورو او جرګو وطن دی. بې له مشورو او جرګو د ولس په نبض باندې نشو پوهېدلی."

ښاغلي غني له حزب اسلامي سره د سولې لاسلیک شوي تړون ته په اشارې وویل، افغان حکومت د سولې نیت او اراده لري، چې مقابل لوری د سولې نیت ولري، نو ستونزې حلېدای شي.