BBC
 شاته

د بشر حقونو څار بنسټ: افغان ځانګړو ځواکونو ۲۰ ملکیان وژلي

. د انځور حقوق HRW
Image caption یوه عیني شاهد ویلي، "کله چې الوتکې راغلې؛ موږ وتښتېدو، خو امنیتي ځواکونو پر تښتېدونکو ډزې کولې."

د بشر حقونو د څار بنسټ ویلي، افغان او امریکايي ځواکونه باید په کندهار کې د ۲۰ ملکیانو د وژنې په اړه پلټنه وکړي.

د دغه بنسټ په تازه خپاره کړي رپوټ کې چې نن چارشنبې د فبرورۍ ۲۱مه خپور شو، راغلي، افغان ځواکونو شاوخوا ۲۰ ورځې وړاندې د پنجوايي ولسوالۍ په "بند تیمور" سیمه کې عملیات وکړل چې پر ۵۰ طالب وسله والو سربېره یې ۲۰ ملکیان هم وژلي دي.

د بشر حقونو د څار بنسټ مرکز د متحده ایالتونو په نیویارک ښار کې دی.

* "افغان ځانګړو ځواکونو د وسله والو له زندانه ۳۰ کسان خوشي کړي"

* د ځانګړو ځواکونو شمېر دوه برابره کېږي

* ناټو: طالبان خبرو ته له کېناستو پرته بله لار نه لري

دغه بریدونه په پلازمېنه کې پر کانټینیټل هوټل او همدارنګه د یوه امبولانس په مرسته د ځانمرګي برید له تر سره کولو وروسته د افغان او بهرنیو ځواکونو له لوري تر سره شوي دي.

د بشر حقونو د څار بنسټ په خبره، ځایي سرچینو ورته ویلي چې افغان ځواکونو د پېښې له ځایه پر تښتېدونکو کسانو هم ډزې کولې.

بل لور ته کندهار امنیې قومندان د بشري حقونو د څار ادارې دغه وروستی رپوټ رد کړی، چې ګواکې په میوند ولسوالۍ کي د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پر مهال ملکي کسان وژل شوي دي. د کندهار پولیسو مشر جنرال عبدالرازق وايي:

''په هغو عملیاتو کې یوازې هغه وسله وال وژل شوي، چې په هغه سیمه کې یې جګړه کوله. دوه ډاکټران چې د دوی همکاران وو او له دوی سره یو ځای اوسېدل، د عملیاتو پر مهال تښتدېل، چې ښايي وژل شوي وي، نور ټول وژل شوي کسان وسله وال ترهګر دي او که هر څوک غواړي په اړه یې معلومات تر لاسه کړي، چمتو یو معلومات ورکړو. ''

د بشر حقونو د څار بنسټ سرچینې په خپاره کړي رپوټ کې د یوه عیني شاهد خبره را اخیستې چې وايي:

"کله چې الوتکې راغلې؛ موږ وتښتېدو، خو امنیتي ځواکونو پر تښتېدونکو ډزې کولې."

عیني شاهدانو ادعا کړې چې امنیتي ځواکونو یو شمېر کسان له کوره ایستلي او بیا یې په ډزو وژلي دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ارشیف

د افغانستان د ملي امنیت ادارې خبر ور کړی و چې تر یادو عملیاتو وروسته یې ۳۸ کسان ژوندي نیولي دي.

په رپوټ کې راغلي، د کابل تر خونړیو بریدونو وروسته افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم پخپله وینا کې وویل، د طالبانو پر پټنځیو یې عملیات پیل کړي دي:

" افغانان که سل کاله وروسته هم وي، خپل غچ اخلي"

ښاغلي غني په خپلو خبرو کې د بند تیمور عملیات بریالي بللي وو او زیاته کړې وه، ورته عملیات به دوام وکړي. ''

د بشر حقونو د څار بنسټ ادعا کړې چې په بند تیمور کې د تر سره شویو عملیاتو مشري له سلطان محمد سره وه.

سلطان محمد د کندهار د امنیه قومندان جنرال عبدالرازق له نږدې کسانو څخه دی.

د بشر حقونو د څار بنسټ په رپوټ کې راغلي، ښاغلي جنرال عبدالرازق تر دې وړاندې هم د بشر له حقونو په سرغړونه تورن شوی دی.

* 'جنرال رازق د بندیانو ربړونه کې ښکېل نه دی'

* م. م: 'جنرال رازق پخپله د بندیانو ربړونه کې لاس لري'

ښاغلي رازق تر دې وړاندې ورته رپوټونه رد کړي او ویلي دي که یې ملګري ډېر دي، خو تر څنګ یې مخالفان هم لري او هغه هېوادونه چې افغانستان ته ترهګر لېږي او ټول هېواد په جګړه کې ښکېلوای شي، نو نړیوالو رسنیو او بنسټونو ته هم له هغه شکایت کوای شي.

ښاغلي رازق منلې وه چې د جګړې پر مهال هغه کسان په نښه کېږي، چې پر موږ ډز کوي: " په جګړه کې حلوا نه وېشل کېږي. "

نوموړي زیاته کړې وه، خپلو سرتېرو ته یې ویلي، د جګړې په ډګر کې هغوی ووژني چې وسله ور سره وي، خو کوم کسان چې تسلمېږي، لویې څارنوالۍ ته سپارل کېږي.