سعودی لیکوال ولې لاسپیکرو کې پر اذان نیوکه کوي؟
پر ټویټر د #السحیمي_ د جوماتونو_بندول_غواړي هشټګ په عربي نړۍ کې د هغه سعودي لیکوال د څرګندونو پرضد غوسه پارولې، چې سعودي کې لاسپیکرو کې پر اذان نیوکه کوي.
د السحیمي دا څرګندونې د سعودیانو د غوسې پارېدو لامل شوی او له هغه یې د پوښتنو ګروېږنو غوښتنه کړې.
پر ایم بي بي سي تلوېزیون لیکوال د جوماتونو کمولو غوښتنه کړې او په لاسپیکر کې یې اذان مزاحمت کوونکی بللی.
السحیمي وايي: "سعودي کې د ویښتابه پدیده اوس پر خلکو راغلې ده، د اذان غږ لمونځ کوونکو او ماشومانو ته په دې هېواد کې مزاحمت دی".
نوموړي سعودي عربستان کې جوماتونه "ضرار جوماتونه" بللي. [ضرار جومات هغه جومات دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې د ړنګولو امر وکړ].
السحیمي زیاتوي: "رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه په زمانه کې د جوړ شوي جومات ړنګولو امر وکړ، ځکه چې دا جومات د مدینې منورې قباء جومات پرضد جوړ شوی و".
"د خلکو پر احساساتو او له دین او دیني ارزښتونو سره د هغوی د مینې دا ډول ملنډو وهلو ته څه اړتیا ده؟! دا زموږ هېواد بدناموي او دښمنانو ته مو لاره پرانیزي. "
د نوموړي پر دغو څرګندونو کلکې نیوکې شوې او دا یې د مسلمانانو احساساتو او دین ته سپکاوی بللی.
د #السحیمي_ د جوماتونو_بندول_غواړي هشټګ په نړۍ، په تېره بیا عربي هېوادونو کې تر ۶۰ زرو ډېر لاس په لاس شوی.
السحیمي څوک دی؟
محمد السحیمي په ۱۹۶۶ کال د مدینې منورې جنوبي الصویره کې زیږېدلی، د عربي ژبې ادبیات یې لوستي او یې د ریاض تعلیمي څانګو کې کار کړی.
ماسټري یې ادبي نقد کې کړې. ګڼې ډرامې یې چاپ شوې.
نوموړي د "المدینة"، "عکاظ" او "البلاد" په څېر په ګڼو سعودي ورځپاڼو کې کار کړی.
په ۲۰۰۵ کال نوموړی د بندي کېدو له حکم مخامخ شو، دوه اونۍ بندي شو او بیا د پاچا د بښنې په امر خوشی شو.
ګڼو فعالانو د السحیمي د نیولو غوښنه کړې او په رسنیو کې یې پر خبرو د بندیز غوښتنه هم کړې.
خلیجي انټرنېټي ورځپاڼې ویلي، اړوندو بنسټونو له السحیمي پوښتنې پیل کړې او نوموړی یې له لیکوالۍ او رسنیو کې له غږېدو منع کړی.
د سعودي عربستان د ثقافت او کلتور وزارت ویلي، د رسنیزو سرغړونو اړوند کمیسیون یې له محمد السحیمي پوښتنې پیل کړې دي.