BBC
 شاته

د سوریې ختیځ غوطه کې بمباریو "۲۵۰ کسان وژلي"

دوما کې چې وروستي بریدونه وشول، یو لنډمهالی روغتون جوړ شو د انځور حقوق AFP
Image caption دوما کې چې وروستي بریدونه وشول، یو لنډمهالی روغتون جوړ شو

سوري حکومت له درېوو ورځو راهيسې پر ختيځې غوطې بمونه وروي. رپوټونه وايي په تېرو دوو ورځو کې د مړو شمېر ٢٥٠ ته رسېدلى دی.

د بشري فعالانوپه وينا د غوطې روان حالت کمسارى دى او له ٢٠١٣ م کال راهيسې دمشق ته نژدې په دې کچه تاوتريخوالى نه و رامنځته شوى.

په وژلو شويو کې د فعالانو په خبره ٥٠ ماشومان دي.

ملگري ملتونه وايي حالات له کابو په وتو دي.

سوريې لپاره د ملگرو ملتونو ځانگړى استازى سټیفن ډېمستورا وايي "موږ يوې زياتېدونکې تراژيدۍ ته گورو." د ده په وينا اصلي خبره دا ده که موږ د حلب له پېښې زده کړه کړې وي نو اوس د دې مهال رسېدلى چې له دې ټولو ځان وساتو.

د سوریې پر حکومت پلوو ځواکونو د امریکا بمبارۍ "۱۰۰ کسان" وژلي

ملگرو ملتونو ويلي په هوايي بريدونو کې د کورنو او ښوونځيو په گډون ٦ روغتونونه هم لگېدلي چې د ټپيانو درملنې بهير يې لا ستونزمن کړى.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
امريکا وايي د سوریې ختيځ کې یې له هغه څه سره په تړاو سل تنه حکومت پلوه ځواکونه وژلي چې دوی د دغه هېواد شمال دير الزور کې د امريکا په ملاتړ مخالفانو ناپارېدلی بريد بللی دی.

د دغې ادارې چارواکو د اور بند غږ کړى چې سيمه کې ايسارو خلکو ته مرسته ورسوي او ژوبل شوي د درملنې په موخه له سيمې وباسي.

د سوريې پوځ لا د ختيځې غوطې په تړاو څرگندونې نه دي کړي خو وايي په دغه سيمې کې يې هغه ځايونو په کره نښه ويشتونکو وسلو په نښه کړي چې ترې توغندي توغول کېدل.

ختيځه غوطه د سوريې د حکومت مخالفو وروستى لوى مرکز دى.

د انځور حقوق EPA
Image caption ملګرو ملتونو ویلي، غوطه کې حالات له کابلو کولو تونکي دي

د غوطې اوسېدونکو وړاندې هم ډېر تاوتريخوالى ليدلى خو په سيمه کې په دې کچه تاوتريخوالى کمسارى دى.

سوري حکومت سيمه کې روانه اوږده جگړه اوس خورا سخته کړې چې د دمشق په لمنه کې ياغيان د خپل وروستي مرکز سپارلو ته اړ کړي.

په همدې حال کې بشارالاسد ته وفادار ځواکونه د کوردانو مرکز افرين ښار ته ننوتي.

ويره ده چې د پولې په اوږدو کې له ترکي ځواکونو سره جگړه سخته شي. کوردي ډلې "واى. پي. جي" له سوري ځواکونو مننه کړې او د ترکي ځواکونو پر وړاندې جگړه کې د دوى لاس نيوى يې د سوري ځواکونو دنده بللې.

د انځور حقوق AFP
Image caption په وژلو شويو کې د فعالانو په خبره ٥٠ ماشومان دي.