شاته

په کابل کې په امریکايي پوهنتون باندې برید شوی

له کابل نه تازه راپورونه وايي چې په امریکايي پوهنتون باندې برید شوی دی، د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر وحید مجروع امریکا غږ ته وویل چې په دغه برید کې تر دې دمه ۱۲ تنه ژوبل شوي او روغتونونو ته انتقال کړل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت یو چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، امریکا غږ اشنا ته وویل چې پر امریکایي پوهنتون برید شوی دی او وايي چې سیمې ته یې سرتېري استولي دي، چې برید کابو محصلین، استادان او نور کار کوونکي خوندي ځایونو ته انتقال کړي.

د پوهنتون یو چارواکي هم امریکا غږ اشنا ته وویل چې برید شوی او دوی هڅه کوي، چې محصلین، استادان او نور کارکوونکي خوندي ځایونو ته انتقال کړي.

یو شمېر عیني شاهدانو په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي چې، په پوهنتون کې دننه ځیني استادان او محصلین ایسار پاتې دي.

د اسوشیټډ پرس تصویر اخیستونکي او د دغه پوهنتون محصل مسعود حسیني په خپل ټویټر کې لیکلي چې دوی د ننه ایسار پاتې دي او مرسته غواړي.

تراوسه کومې ډلې د دغه برید مسولیت نه دی منلی. دا لومړی ځل دی چې پر دغه پوهنتون باندې دا ډول وسله وال برید کیږي، مګر شاوخوا دوه اونۍ مخکې نامعلومه وسله والو د دغه پوهنتون دوه استادان، چې یو یې امریکاي او بل یې استرالیایی، هم وتښتول شول، تراوسه د هغوی درک هم معلوم شوی نه دی.

د خبر نور جزییات وروسته خپریږي:

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند د هند په اندرا ګاندي پوهنتون کې په سیاسي علومو کې ماسټري کړې ده؛ د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی.