BBC
 شاته

هند کې تر ټولو لویې بانکی درغلۍ پلټنه

هند کې د مرکزي حکومت پلټونکي د بانکوالۍ تر ټولو لویې درغلۍ پلټنه کوي. د دغه هېواد پر يوه مخکښ شتمن نيرو مودي تور دی چې د حکومتي څښتنولۍ پنجاب نشنل بانک سره يې درغلي کړې، او ۱۱۳ ميليارډ روپۍ چې دوه ميليارډ ډالر کېږي، ايستلې، او بېرته يې نه دي ورکړې.

نيرو مودي اوس له خپلو خپلوانو سره له هنده وتلی دی، خو د دغه بانک ځينې کسان نيول شوی دي. د هند حکومت وايي درغل کسان به ونه بښل شي، مخالفو ګونو بيا تور لګولی ګنې تورن کسان حکومت ته په نژدېوالي درغلۍ کې بريالي شوي دي.