BBC
 شاته

"د امریکا میلیاردونو ډالرو لاهم د افغانانو زړونه نه دي ګټلي"

. د انځور حقوق Getty Images
Image caption امریکا په تېرو شپاړسو کلونو کې په افغانستان کې ملیاردونه ډالره په بشري مرستو لګولي دي، خو لا یې هم د دې هېواد د ټولو وګړو زړونه نه دي ګټلي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي، امریکا په تېرو شپاړسو کلونو کې په افغانستان کې میلیاردونه ډالره په بشري مرستو لګولي دي، خو لا یې هم د دې هېواد د ټولو وګړو زړونه نه دي ګټلي.

ټاکل شوې ده چې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ اداره د راتلونکي مالي کال لپاره خپله بودیجه اعلان کړي.

په دې بودیجه کې کابو ۱۶ ملیارده ډالره د هغو جګړو د ختمولو لپاره ځانګړي شوي دي چې امریکا پکې ښکېله ده.

تمه کېږي چې د دې مرستو یوه برخه به په افغانستان کې هم لګول کېږي.

واشکنټن پوسټ ورځپاڼه لیکي، امریکایي چارواکي پر دې غور کوي چې په جګړه ځپلو هېوادونو کې ځوانان ولې تندلارۍ ته مخه کوي او ولې له وسله والو ډلو سره یو ځای کېږي.

ورځپاڼه زیاتوي چې د افغانستان په څېر هېوادونو کې بېکاري او بې وزلي د دې خبرې یو لوی لامل دی.

"امریکا له عراق پوځ باسي او افغانستان ته یې لېږي"

"افغان ډيپلوماټان پاکستان هڅوي چې د کډوالو موده یو کال وغځوي"

واشنګټن پوسټ: امریکا کې د ګوریلا بیزو وژنې د خلکو غوسه پارولې

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د پرنسټن پوهنتون په مرسته په کندهار کې په ازمېښتي ډول د څه باندې دوه زره ځوانانو لپاره د حرفوي زدکړو یو درې میاشتینی ورکشاپ جوړ کړی و.

دوی غوښتل وګوري چې که د ځوانانو په اقتصادي وضعیت کې ښه والی راځي نو له دولت سره یې خواخوږي ډېرېږي او که نه.

ورځپاڼه لیکي، د دې ازموینې پایلې ښیي چې حرفوي زدکړې د ځوانانو ذهنیت بدلوي او د افغان دولت په اړه یې نظر ښه کېږي.

د انځور حقوق Getty Images

د پاکستان ډان ورځپاڼه سعودي عربستان ته د پاکستاني پوځیانو د لېږلو پر موضوع لیکنه لري.

ورځپاڼه لیکي چې تېره ورځ د پاکستان د مشرانو جرګې په ناسته کې یو ځل بیا پر دې خبره د حکومتي چارواکو او اپوزیسون مشرانو ترمنځ جنجال جوړ شو.

د پنجشنبې پر ورځ د پاکستان پوځ اعلان وکړ چې له سعودي عربستان سره د دوه اړخیز تړون له مخې به یو شمېر پاکستاني پوځیان دې هېواد ته لېږدول کېږي.

تېره ورځ د پاکستان د دفاع وزیر خرم دستګیر د همدې موضوع په اړه د پوښتنو ځوابولو لپاره د مشرانو جرګې ناستې ته ور بلل شوی و. خو نوموړي سعودي عربستان ته د پاکستاني پوځیانو د لېږلو په اړه له جزیاتو ورکولو ډډه وکړه.

ده زیاته کړه چې د سعودي عربستان ته د پوځیانو د لېږلو پرېکړه لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي کړې ده.

د سعودي عربستان دفاع وزیر پاکستان ته تللی

'٪۹۰ اعدامونه ایران، عربستان او پاکستان کې شوي'

خو د مشرانو جرګې رئیس رضا رباني د دفاع وزیر ته خبرداری ورکړ چې د وکیلانو د پوښتنو نه ځوابول پارلمان ته سپکاوی په معنی دي.

نوموړي تور ولګاوه چې لومړی وزیر او د دفاع وزیر له څو میاشتو راهیسې په دې اړه خبر وو، خو دا موضوع یې هېڅکله هم له پارلمان سره شریکه نه کړه.

سعودي عربستان په ۲۰۱۵ کال کې د یمن د جګړې له پیلېدو راهیسې بیا بیا له پاکستانه غوښتي چې خپل پوځیان دې هېواد ته ور واستوي.

د انځور حقوق Getty Images

او د هندوستان ټایمز ورځپاڼه لیکي چې د پاکستان حکومت په کور د ننه د سیاسي فشار او حساسیتونو له کبله نه غواړي د حافظ سعید په مشرۍ د جماعت الدعوه ډلې پر ضد ګامونه پورته کړي.

ورځپاڼه وایي دا ډله د امریکایي حکومت لخوا د ترهګرو ډلو په لېست کې شامله شوې او د امریکا حکومت د حافظ سعید د نیولو لپاره هم نغدي جایزه ټاکلې، خو له دې سره سره پاکستان دا څو کاله کېږي چې د نوموړي پر ضد ګام نه پورته کوي.

خو اوس امریکا یو ځل بیا د پآکستان حکومت ته خبرداری ورکړی چې که اقدام ونکړي نو پاکستان به د هغو هېوادونو په لېست کې شامل شي چې له ترهګرو سره مالي مرسته او ملاتړ یې کوي.

ورځپاڼه وایي تېره ورځ د پاکستان د کابینې په ناسته کې پر همدې موضوع خبرې وشوې.

پاکستان حافظ سعید خوشی کوي

امریکا پاکستان ته: حافظ سعید بېرته ونیسئ

د حافظ سعید پر ازادولو پاکستان ته د امریکا خبرداری

لومړی وزیر شاهد خاقان عباسي په دې نظر و چې باید د یادې ډلې پر هر ډول فعالیت بندیز ولګول شي.

خو د کورنیو چارو وزارت احسن اقبال ټینګار کاوه چې په دې کار سره حکومت په کور د ننه له سختو ننګونو او فشار سره مخامخ کېدلی شي.

د تېر کال په نومبر میاشت کې هم کله چې حکومت غوښتل د ځینو تندلارو ډلو پر ضد ګام واخلي نو همدې ډلو د یوې اوږدې مودې لپاره په پلازمېنه اسلام او راولپنډۍ ښارونو کې پرلت وکړ او عامو خلکو او حکومت لپاره یې لوی سرخوږی رامنځته کړ.