BBC
 شاته

توکيو کې د نړۍ د تر ټولو لوړ لرګين اسمان ‌څکي پلان

جاپان د انځور حقوق SUMITOMO FORESTRY

یو جاپانی شرکت غواړي د نړۍ تر ټولو لوړه لرګينه ودانۍ جوړه کړي. دغه شرکت ویلي دا ودانۍ به په ۲۰۴۱ کال د خپلې ۳۵۰مې کلیزې په مناسبت پرانیزي.

سوميټومو فوریسټري شرکت وايي د دغې اویا پوړیزې ودانۍ لس سلنه به له پولادو جوړېږي او په پاتې کې به ۱۸۰۰۰۰ متره مکعب ځايي لرګی کارېږي.

دغه شرکت وايي دغې ودانۍ کې به اته زره کورونه وي او په هر پوړ کې به بالکونونه او برنډې هم لري.

دغه شرکت وايي دا ۳۵۰ متره لوړه د لرګي او پولادو وداني به په مرکزي جوړښت کې کږېدونکي چوکاټونه لري چې په توکيو کې د وخت ناوخت زلزلو پر وړاندې به يې ساتي.

په دغې پروژې کابو ۶۰۰ میلیارده ين یا ۵.۶ میلیارده امریکايي ډالره لګښت راځي چې د ورته کچې په نورو اسمان څکو د راتلونکي لګښت دوه برابره کېږي. که څه هم سوميتومو شرکت وايي چې تر ۲۰۴۱ کال پورې د دې ودانۍ د جوړېدو تر مهاله به د ټکنالوژۍ له پرمختګونو سره دا لګښتونه هم راټيټ شي.

جاپان په ۲۰۱۰ کال کې د یوه قانون له مخې له ودانیزو شرکتونو غوښتي وو چې له درې پوړيزو په ټیټو ودانيو کې دې لرګی وکاروي.

لرګينې اسمان‌څکې ودانۍ د نړۍ په نورو برخو کې هم شته. اوس د نړۍ تر ټولو لوړه لرګينه وداني د کاناډا په ونکوور کې د زده کوونکو یو ۵۳ متره لوړ استوګنځای دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption له بلې خوا جاپان پراخ ځنګلونه هم لري. له دريو دوه برخې ځمکه يې په ځنګلونو پوښلې ده.

پولادي او کانکرېټي ودانۍ کاربون پرېږدي او فکر کېږي چې د نړۍ د دفع مایعاتو د ۸ او ۵ سلنې لامل کېږي. خو لرګي بیا په ځان کې کاربون ساتي او د چاپېريال له خوندي کولو سره مرسته کوي.

له بلې خوا جاپان پراخ ځنګلونه هم لري. له دريو دوه برخې ځمکه يې په ځنګلونو پوښلې ده.

دا راز سترې پروژې له ننګونو هم خالي نه وې. نورې ودانۍ تر ډېره د اور پر وړاندې مقاومې جوړېږي او پوخوالی يې هم د لرګينو ودانیو پر تله ډېر وي. له بلې خوا يې ډېر لګښتونه هم د دې لامل کېږي چې ژر به په خپل شاوخوا کې لرګينې اسمان څکې ودانۍ ونه ليدلای شئ.