BBC
 شاته

ایسلنډ کې د هلکانو سنتولو بندیز، مسلمانان او یهودان یې مخالفت کوي

. د انځور حقوق Getty Images
Image caption د دغې طرحې پلې کوونکي ادعا لري چې، هلکان د روغتیايي اسانتیا وو پرته سنتېږي.

په ایسلنډ کې د مسلمانانو د ټولنې مشر د هلکانو او سړیو د سنتیدو بندیز د مذهب پر خپلواکۍ یرغل بولي او په کلکو ټکو یې غندنه کوي.

د اسلامي فرهنګ د مرکز مشر احمد صدیق بي بي سي ته وویل: "د ماشومانو سنتول (ختنه کول) زموږ د عقیدې برخه ده، دا زموږ پر دین پورې تړلې خبره ده، باوري یم چې دا قانون به د دینونو له ازادۍ سرغړونه وي."

د ایسلنډ د یهودیانو ټولنې هم پر سنتېدو د بندیز له طرحې سره مخالفت کړی.

د سړیو پر سنتدېدو د بندیز پر طرحې باید د ایسلنډ په پارلمان کې رایه اچونه وشي.

په دغې طرحه کې راغلي هغه کس چې خپل زامن د مذهبي یا کلتوري دلیلونو له امله سنت وي په ښپږو کلونو بند به محکوم شي.

ایسلنډ کې د ښځو او سړو یوشان تنخا سیستم

فوټبال: فرانسې ایسلنډ ته پنځه - دوه ماتې ورکړه

د دغې طرحې پلې کوونکي ادعا لري چې، هلکان د روغتیايي اسانتیاوو پرته سنتېږي.

د دغه قانون نه منونکي د هلکانو د سنتولو عمل د کم عمره هلکانو په وړاندې جنسي ځورونه بللې.

ایسلنډ ۳۳۶ زره وګړي لري، ویل کیږي شاخوا ۲۵۰ زره یې یهوديان او ۱۵۰۰ یې مسلمانان دي.

اټکل کیږي په نړۍ کې به د دریو سړیو له ډلې یو د دیني یا کلتوري دلیلونو له امله سنت شوی وي.په ایسلنډ کې مسلمانان د هلکانو په سنت د هلکانو د سنتولو له بندیز سره مخالفت کوي