BBC
 شاته

"نړۍ د نوزیږو ماشومانو مړینې مخنیوي کې پاتې راغلې"

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ملاتړې ادارې "یونیسف" په یوه تازه رپوټ کې ویلي، افغانستان یو له هغو هېوادونو دی، چې ۲۵ نویو زیږېدونکو ماشومانو کې یو پکې مري.

یونیسف پخپل تازه رپوټ کې وايي، په نړیواله کچه، په تېره بیا د نړۍ تر ټولو بې وزله هېوادونو کې د نویو زیږېدونکو ماشومانو مړینه د خطر تر کچې لوړه پاتې ده.