BBC
 شاته

کابل کې امریکايي پوهنتون ته نژدې چاودنه شوې

د کابل دارلامان سیمه کې چاودنه شوې.

د کابل پولیسو وايي چاودنه د افغان - امریکايي پوهنتون ته نژدې شوې ده او پوهنتون کې له دننه هم د ډزو غږونه اورېدول کېږي.

تر اوسه د دغې پېښې د تلفاتو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویل شوي، خو کابل پولیس وايي د چټک غبرګون قطعې ځواکونه یې سیمې ته رسېدلي دي.

په سیمه کې د امبولانسونو غږونه هم اورېدل کېږي.

دارلامان ماڼۍ ته غځېدلی سړک د تګ راتګ پر مخ تړل شوی دی.