BBC
 شاته

ولسمشر غني د فرانسې بريد "وحشيانه عمل" بللی

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د فرانسې په نيس ښار کې پر ولسي وګړو بريد غندلی او دا يې يو "وحشيانه عمل" بللی دی.

د فرانسې د ملي ورځې د لمانځنې په مراسمو کې يوه لارۍ د خلکو پر ګڼې ګوڼې خېژول شوې وه چې لږ ترلږه ۸۴ تنه په کې وژل شوي وو.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ اعلان کړی چې ښاغلي غني د دغې پېښې په غندلو سره ويلي، "پر ولسي وګړو بريد يو وحشيانه عمل او جنايت دی او دا ډول کړنې هېڅکله د منلو وړ نه دي".

ښاغلي غني د ترهګرۍ پر وړاندې د ټولو هېوادونو پر ګډې مبارزې ټينګار کړی دی.

نوموړي د افغانستان د خلکو په استازيتوب د فرانسې حکومت او د قربانيانو کورنيو سره خواخوږي څرګنده کړې او تسليت یې وړاندې کړی دی.

همدا ډول د بهرنيو چارو وزات هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي افغانستان تېرو څو لسيزو کې د ترهګرۍ سره لاس او ګريوان دی.

په دغه خبرپاڼه کې راغلي حکومتونه، ملتونه او خلک بايد د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره له يو بل سره مرسته وکړي او دغه پديده له منځه يوسي.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند دا یو "ترهګریز" برید بللی او په هېواد کې کې یې بېړنی حالت درې میاشتې نور غځولی دی.

Image copyright AFP

اولاند وايي، فرانسه به په سوریه او عراق کې خپل عملیات ډېر کړي چې په وینا یې "هغه کسان پخپلو کورونو کې په نښه کړو، چې پر موږ یې بریدونه کړي". فرانسه د امریکا په مشرۍ د "اسلامي دولت" نومې (داعش) ډلې ضد نړیوال ایتلاف غړې ده.

د نړۍ يو شمېر نورو مشرانو هم د فرانسې په نيس ښار کې پر ملکي وګړو د لارۍ خېژولو پېښه غندلې او د قربانيانو د کورنيو سره يې خواخوږۍ څرګنده کړې.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما دا پېښه "یو وحشتناک او ترهګریز برید" بللی.

د امريکا د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د جمهوري پلوو ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ پر خپل ټويټر پاڼه دغه پېښه غندلې او وايي "دا يو بل ډاروونکی بريد دی، دا ځل د فرانسې په نيس ښار کې، ګڼ کسان وژل شوي او ټپيان شوي موږ به کله له دې زده کوو ؟".