BBC
 شاته

قات نومي نشه یي توکي د بریتانیا پر سړکونو پلورل کېږي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

قات نومي نشه یي توکي د بریتانیا پر سړکونو پلورل کېږي

13 جولای 2016 - 23 چنګاښ 1395 د خپرېدو نیټه 20:03 گرینویچ

بي بي سي داسي شواهد موندلې چې لا تر اوسه هم قات بریتانیا کې د سړکونو په سر خرڅیږي، چې دوه کاله وړاندې یې د بریتانیا حکومت په کارونې بندیز لګولی و.

قات یو ډول بوټی دی چې ځینې سومالیایي خلک یې د نشې لپاره کاروي. دا بوټی اوس په قاچاقي ډول بریتانیا ته راوړل کېږي او له خپلې بیې دوه درې برابره لوړ پلورل کېږي.