BBC
 شاته

پښتونخوا کې مېړه خپله نڅاګره مېرمن په ډزو وژلې

نڅاګره د انځور حقوق Getty Images

د خیبر پښتونخوا ایالت ایبټ اباد کې یوه نڅاګره نور د خپل مېړه له خوا په ډزو وژل شوې.

نوموړې د سې شنبې په ورځ ګهیځ وژل شوې او مېړه یې تښتېدلی.

د وژل شوې نڅاګرې مور پولیسو کې د هغې د وژل کېدو قضیه ثبت کړې.

پولیس وايي، څه موده وړاندې د هغې مېړه شیراز خان له دې کبله طلاق ورکړی و، چې ولې له نڅا لاس نه اخلي، همدا وو چې نن یې د ټوپک په ګولیو ووژله.

دوی کابو دوې اونۍ وړاندې واده کړی و، خو د ژوند سفر یې ډېر دوام ونه کړ.