BBC
 شاته

یونیسف: "د افغانستان هرو ۲۵ نوزیږدو ماشومانو کې یو مري"

نوي زیږېدلي ماشومان د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption تر پاکستان او د مرکزي افریقا له جمهوریت وروسته، افغانستان د نویو زیږېدونکو ماشو د ډېرې مړینې درېیم ځای کې راځي

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ملاتړې ادارې "یونیسف" په یوه تازه رپوټ کې ویلي، افغانستان یو له هغو هېوادونو دی، چې ۲۵ نویو زیږېدونکو ماشومانو کې یو پکې مري.

یونیسف پخپل تازه رپوټ کې وايي، په نړیواله کچه، په تېره بیا د نړۍ تر ټولو بې وزله هېوادونو کې د نویو زیږېدونکو ماشومانو مړینه د خطر تر کچې لوړه پاتې ده.

راپور وايي، د دوی موندنې ښيي، چې جاپان، ایسلنډ او سنګاپور د ماشومانو د ژوندي پاتې کېدو لپاره غوره فرصت لري، خو پاکستان، افغانستان او د مرکزي افریقا جمهوریت کې نوزیږدي ماشومان له تر ټولو ناوړه حالت سره مخامخ دي.

د یادې ادارې اجراییه مشرې هینریټا اېچ فور ویلي: "په داسې حال کې چې د تېرې پېړۍ څلورمه ربعه کې موږ له پنځه کلنۍ د کم عمره ماشومانو له نیمایي زیاتو د مړینو شاهدان وو، موږ له یوې میاشتې د کم عمره ماشومانو د مړینو په پای ته رسولو کې ورته پرمختګ نه دی کړی. په داسې حال کې چې د دغو مړینو ډېری برخه د مخنیوي وړ ده، موږ د نړۍ تر ټولو بېوزله ماشومانو ته په رسیدګۍ کې له ناکامۍ سره مخامخ یو".

ککړه هوا د نوزېږو ماشومانو مغز ته زیان رسوي

څلورو هېوادونو کې ۱٫۵ میلیون ماشومان له "لوږې" سره مخامخ دي

یوناما: افغانستان کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله ډېره شوې

په راپور کې دا هم راغلي، چې په نړیواله کچه په لږ عاید درلودونکو هېوادونو کې، د نوزېږدو ماشومانو د مړینې کچه په هرو ۱۰۰۰ زېږېدنو کې ۲۷ مړینې دي.

دغه راپور کې ویل شوي، د زږېدنو لپاره تر ټولو خطرناک ځایونه د صحرايي افریقا هېوادونو کې دي.

د رپوټ چمتو کوونکو، د نویو زیږېدونکو ماشومانو د مړینې لوی لامل، د میندوارۍ پرمهال د مېرمنو بې وزلي او جګړې یادې کړې.

دوی وايي، که تر ۲۰۳۰ کاله هر هېواد د نویو زیږېدونکو ماشومانو د مړینې کچه د لوړ عاید لرونکو هېوادوو اوسط ته ټیټه کړي، د ۱۶ میلیونو وګړو ژوند به وژغورل شي.

د نوي زېږدو ماشومانو د مړینې تر ټولو ټیټې کچې

1 . پاکستان: ۱ په ۲۲ کې

2 . د مرکزي افریقا جمهوریت: ۱ په ۲۴ کې

3 . افغانستان: ۱ په ۲۵ کې

4 . صومالیه: ۱ په ۲۶ کې

5 . لیسوتو: ۱ په ۲۶ کې

6 . ګانا - بیساو: ۱ په ۲۶ کې

7 . جنوبي سوډان: ۱ په ۲۶ کې

8 . د عاج ساحل یا Côte d'Ivoire : ۱ په ۲۷ کې

9 . مالي: ۱ په ۲۸ کې

10 . چاډ: ۱ په ۲۸ کې

1 . جاپان: ۱ په ۱۱۱۱ کې

2 . آیسلینډ: ۱ په ۱۰۰۰ کې

3 . سینګاپور: ۱ په ۹۰۹ کې

4 . فینلینډ: ۱ په ۸۳۳ کې

5 . اسټونیا: ۱ په ۷۶۹ کې

6 . سلوانیا: ۱ په ۷۶۹ کې

7 . قبرص: ۱ په ۷۱۴ کې

8 . بیلاروس: ۱ په ۶۶۷ کې

9 . لیګزامبورګ: ۱ په ۶۶۷ کې

10 . ناروې: ۱ په ۶۶۷ کې

11 . کوریا جمهوریت: ۱ په ۶۶۷ کې

په راپور کې راغلي دي چې د نوي زېږدو ماشومانو له ۸۰ سلنې څخه زیاتې مړینې له وخت څخه د مخکې زیږون، د زېږون پر مهال پیچلتیاوو یا د نمونیا او sepsis په څېر ناروغیو لامله رامنځ ته کیږي.

د انځور حقوق Science Photo Library
Image caption وړاندې یونیسف ویلي وو، تر یوه کال کم عمره ماشومان چې ککړه هوا تنفسوي، د نورو ماشومانو پرتله یې ماغزه له ډېر خطر سره مخامخ دی.