BBC
 شاته

جنرال باجوه: د پاکستان پر خاوره هېڅ ترهګره ډله په منظم ډول فعاله نه ده

. د انځور حقوق Getty Images
Image caption "زه په ویاړ او ډاډ سره ویلی شم چې زموږ پر خاوره هېڅ کومه ډله په منظم ډول ترهګر فعالیت نه کوي."

د پاکستان ايکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې د دې هېواد د پوځ مشر هغه څرګندونې راخیستي چې په پاکستان کې یې د مېشتو افغان کډوالو په اړه کړې دي.

لوی درستیز قمر جاوېد باجوه ویلي، په سیمه کې د ترهګرۍ د ختمولو لپاره اړینه ده چې افغان کډوال له پاکستان خپل هېواد ته ستانه شوي. نوموړي همدا رنګه زیاته کړې ده چې د پاکستان پر خاوره هېڅ کومه ترهګره ډله په منظم ډول فعاله نه ده.

(( زه په ویاړ او ډاډ سره ویلی شم چې زموږ پر خاوره هېڅ کومه ډله په منظم ډول ترهګر فعالیت نه کوي. پر دې خبره هم سترګې نه شو پټولی چې ځیني ډلې به په پټه او په خپل سر د ورانکارۍ هڅې کوي. خو موږ په دوی پسې ګرځو او دا ډلې یا خو په غرونو کې پټې دي یا هم د افغان کډوالو په ۵۴ پنډغالو کې چې د پاکستان په بېلابېلو برخو کې جوړ شوي ))

نوموړي دا څرګندونې تېره ورځ د میونیخ په نړیوال امنیتي کنفرانس کې وکړې.

ایکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼه د جنرال باجوا له قوله لیکي چې په پاکستان کې اوس هم ۲ اعشاره ۷ ملیونه افغان کډوال مېشت دي. دی زیاتوي چې د پاکستاني طالبانو غړي او د حقاني شبکې وسله وال تر ډېره د همدې کډوالو په منځ کې ژوند کوي او د خپلو ترهګرو فعالیتونو لپاره د همدې کډوالو په منځ کې خلک پیدا کوي.

ده زیاته کړه، اوس د دې وخت را رسېدلی دی چې افغان کډوال دې په درناوي خپل هېواد ته واستول شي.

هندوستان ټایمز:

د هندوستان ټایمز ورځپاڼه لیکي چې هندي حکومت د دې هېواد د ښوونځیو په درسي نصاب کې پراخو بدلونونو او اصلاحاتو ته ملا تړلې ده.

ورځپاڼه لیکي چې د د هند (د ښوونیزې څېړنې او روزنې ملي شورا) له څه مودې راهیسې پر دې موضوع کار کاوه او اوس یې خپل پلان چمتو کړی دی.

د نوي پلان له مخې به هڅه کېږي چې په ښوونیز نصاب کې د کتابونو پنډوالی کم شي، یا په بله معنی په یوه کتاب کې د سبقونو یا لیکنو شمېر راکم کړی شي.

یاده شورا همدا رنګه غواړي چې زدکوونکي له دې وروسته یوازې د حافظې په زور سبق ونه وایي، بلکې کتابونه باید داسې ولیکل شي چې زدکوونکي له مضمون او له درسه خوند واخلي او په مینه او لېوالتتیا په ټولګي کې کېني.

د ښوونیزې شورا مشر ریشي کېش سوناپاتې وایي، د نوي پلان له مخې به زدکوونکي دې ته هڅول کېږي چې په تنقیدي توګه فکر وکړي او د درسونو د حفظ کولو پر ځای د ستونزو په حل پسې وګرځي.

نوموړی زیاتوي، د نویو اصلاحاتو یوه ګټه به دا هم وي چې ښوونکي به هر زدکوونکي ته ځانګړی پام کولی شي او د هغوی د ستونزو د حل کولو لپاره به کافي وخت ورکولی شي.

واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د تېرې ورځې د هغو ټویټونو په اړه لیکنه کړې ده چې نوموړي پکې د خپل ملي امنیت سلاکار په ګډون په ګڼ شمېر کسانو نیوکې کړې دي.

ورځپاڼه لیکي چې ولسمشر ټرمپ تېره ورځ د امریکا په وروستیو ولسمشریزو ټاکنو کې د روسیې د لاس وهنې په اړه د ټویټونو یوه لړۍ پیل کړه چې کابو ۹ ساعته یې دوام وکړ.

په دې ټویټونو کې ده ټینګار کړی چې ټاکنې یې د روسیې د مداخلې له کبله نه وې ګټلې.

دی همدا رنګه زیاتوي چې که روسیې د امریکا په تېرو ټاکنو کې مداخله کړې هم وي نو باید چې پخواني ولسمشر باراک اوباما یې مخه نیولې وای، ځکه هغه مهال دی، یعنې اوباما، د امریکا ولسمشر و.

ولسمشر ټرمپ پر هغې ځانګړې څېړونکي شورا هم نیوکې وکړې چې د روسیې د مداخلې په اړه یې پلټنې پيل کړې دي.

دی په خپل یوه ټویټ کې وایي:

(( ما هېڅ کله هم دا نه دي ویلي چې روسیې به زموږ په ټاکنو کې د مداخلې هڅه نه وي کړي. ما ویلي چې کېدای شي دا لاس وهنه د روسیې لخوا، یا هم د چین لخوا شوې وي. او یا هم کوم داسې انټرنیټي ماهر دا کار کړی وي چې کرار په خپله کوټه کې ناست وي)).

ولسمشر ټرمپ په همدا رنګه ویلي، که د روسیې موخه دا وه چې په امریکا کې ګډوډي رامنځته کړي نو دوی په خپله دې هڅه کې بریالي شوي او اوس به موږ پورې ملنډې وهي.