BBC
 شاته

سوات کې د پاکستان امنيتي پوستو پر ضد احتجاج شوی

سوات احتجاج
Image caption د احتجاج کوونکو په خبره له تېرو شاوخوا لسو کلونو راهیسې پر پوستو او د کورونو د تلاشۍ پر مهال ځورول کېږي

د پښتونخوا د سوات په خوازه خېله او مینګوره کې د پاکستان امنيتي ځواکونو د پوستو ضد پر ولسي خلکو احتجاج کړی او د دغو پوستو د له منځه وړلو غوښتنه يې کړې ده.

دغو احتجاج کوونکو چې ډېری شعارونه يې د امنيتي ځواکونو د پوستو او پر دغه پوستو د پښتنو د ځورولو ضد وو، د ترهګرۍ پر ضد يې هم شعارونه ورکول.

د احتجاج کوونکو په خبره له تېرو شاوخوا لسو کلونو راهیسې د پاکستان امنيتي ارګانونه نه یوازې پر پوستو بلکې د کورونو پر تالاشیو کې هم پښتانه ځوروي او دغه حالت نور نشي زغملی.

سياسي فعال غيرت خان يوسفزي چې په ننني احتجاج کې يې ګډون کړی و له بي بي سي سره په خبرو کې وويل، له ډېره وخته ولس دا احساس کاوه، چې د پاکستان امنيتي ځواکونه يې پر پوستو ځوروي او ځکه يې پر ضد دغه احتجاج پلان کړ.

د سوات یو شمېر وګړیو له بي بي سي سره خبرو کې وویل، له دوی سره په دې پوستو داسې چلند کېږي، چې ان له "وسلوالو سره به هم ونه شي".

د انځور حقوق FB
Image caption دغو احتجاج کوونکو چې ډېری شعارونه يې د امنيتي ځواکونو د پوستو او پر دغه پوستو د پښتنو د ځورولو ضد وو، د ترهګرۍ پر ضد يې هم شعارونه ورکول.

ځينې وګړي وايي، له دوی څخه پر دې پوستو "جامې ایستل کېږي او له نارینه و سره سره ښځې هم د تالاشۍ په پلمه ځورول کېږي".

غیرت یوسفزی زیاتوي، که څه هم د سوات ولس له ډېره وخته د پاکستانیو امنيتي ځواکونو پر رول خواشينی و، خو وروستیو دوو پېښو دغه خواشيني نوره هم وپاروله.

نوموړی وايي"لومړۍ پېښه لس ورځې وړاندې د بانډۍ پر پوستې د یوه ماشوم مړینه وه، چې روغتون ته پر لاره يې د تالاشۍ لپاره درولی و، چې هملته يې ژوند له لاسه ورکړ. دویمه پېښه په کبل پوستې د یوې مېرمنې وه، چې تالاشۍ ته ولاړ موټر کې يې ماشوم وزېږاوه".

د لطیف پښتونزي په نامه یو بل فعال بیا وايي، د دوی نننی احتجاج د کوم سیاسي ګوند تر بېرغ لاندې نه و، بلکې د سوات ځوانان د پاکستانيو امنيتي ځواکونو د زیاتي پر ضد راپورته شوي وو.

ښاغلی پښتونزی وايي، له دوی سره د بېلابېلو ګوندونو غړي ملګري وو، خو په لاریون کې يې ګډون د سوات د اوسېدونکو په توګه کړی و.

Image caption د روانې میاشتې له لومړۍ نېټې تر لسمې اسلام اباد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ لس ورځنی پرلت درلود

که څه هم د سوات اوسېدونکو په دې احتجاج کې تر ټولو زیاتې نیوکې د پاکستان پر پوځ کولې او همدوی يې په دې تورنول، چې د سوات وګړي ناحقه ځورول کېږي. خو د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار امیر مقام بیا وايي، د پوځ پوستې د ولس د ځورولو لپاره نه، بلکې د امنیت ښه کولو لپاره دي.

ښاغلي مقام له بي بي سي سره خبرو کې وویل، دوی به له پوځي چارواکو سره پرې خبري وکړي او د ولس دغه غوښتنه به ورته ورسوي، خو زیاتوي، په سوات او شاوخوا سیمو کې د پاکستانيو امنيتي ځواکونو دغه پوستې نه وای، ښايي حالات دومره ژر سم شوي نه وای.

په سوات کې د پاکستان امنيتي ځواکونو د پوستو ضد دغه احتجاج داسې مهال کېږي، چې د روانې فبرورۍ میاشتې له لومړۍ نېټې تر لسمې د پښتون ژغورنې غورځنګ لس ورځنی پرلت درلود او یوه غوښتنه يې دا وه، چې په قبایلي سیمو او پښتونخوا کې دې پښتانه د امنيتي ځواکونو له خوا ناحقه نه ځورول کېږي.

ډېری پښتانه فعالان په دې باور دي، چې د سوات دې احتجاج ته د اسلام اباد پرلت دا زمینه برابره کړه او ولس ته يې دومره توان ورکړ، چې اوس يې د ځورولو ضد غږ پورته کړ.