BBC
 شاته

کابل کې پرهېز او ډایټېنګ

چاغښت په نړۍ کې د ډېرو لپاره یو لوی سرخوږی دی، هم د روغتیا له پلوه او هم د فیزیکي ښکلا له پلوه.

خلک د ځان روغ ساتلو لپاره بېلا بېلې لارې کاروي. په افغانستان کې هم په تېرو څو کلونو کې، په ځوانانو کې، د نوي فېشن تر څنګ د صحي خوړو او ورزش دود ډېر شوی دی.

اولیا اطرافي په کابل کې له څو ځوانانو سره پر "ډایټېنګ " یا د صحي او مناسبو خوړو پر ارزښت او ورزش غږېدلی دی.