BBC
 شاته

ښوونځي کې د ډزو پېښه کې ټرمپ پر خپلې څارګرې ادارې نیوکه کړې

د امریکا ولسمشر وايي، د چارشنبې ورځې برید یو څه د اېف بي ای د بې غورۍ له امله و، ځکه د هغو ټول پام په امریکايي ټاکنو کې د روسیې پر مداخلې را ټول دی. د فلورېدا برید قربانیان بیا پر وسلو سخت څار غواړي.

امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ، په فلورېدا کې د چارشنبې ورځ برید په اړه، په یوه ټویټ کې پر اف بي ای ظاهراً نیوکه کړې وه. وايي، هغې نښې بیخي له پامه غورځولې وې چې ښودل یې، بریدګر نېکولاس کرووز غواړي په خپل ښوونځي کې خلک ووژني.

ښاغلي ټرمپ لیکلي، "اېف بي ای په امریکايي ټاکنو کې د روسیې پر مداخلې بوخته ده. " وايي "دا کار د منلو نه دی. دغه اداره باید خپل لومړني مسوولیتونو ته ورستنه شي ".