ننګرهار کې د داعش په لاس جوړ شوی ډله ییز قبر موندل شوی
د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې ځايي چارواکي وايي چې د اچين ولسوالۍ په مومند درې سیمه کې یې یو ډله ييز قبر موندلی دی، د اچین ولسوالۍ غه سیمه یو وخت د داعش ډالې اړوند وسله والو تر ولکې لاندې وه.
د کوټ ولسوال سید رحمن، د افغانستان په ختیځ کې د بي بي سي خبریال ذبیح الله رحیم زي ته ویلي چې ۱۸ میاشتې مخکې په کوټ ولسوالۍ کې ۱۲ کسه چې قومي مخور هم په کې شامل وو، د داعش نومې ډلې لخوا تښتول شوي وو.
دا ځايي چارواکی وايي چې د دې سیمې اوسیدونکي په دې سیمه کې له عملیاتو وروسته سیمې ته تللي او یو ۹ کسیزه ډله يیز قبر یې مندلی.
د هغه په وینا د سیمې اوسیدونکو درې ورځې مخکې دغه ډله یيز قبر موندلی.
ولسمشر غني: د داعش مشر ننګرهار کې وژل شوی
جوزجان کې د طالبانو او داعش ترمنځ جګړه
داعش وايي د ننګرهار پر ملي رادیو تلوېزیون برید دوی کړی
قومي مخور حیات الله بي بي سي ته ویلي، داعش له لوري د دغو کسانو د نیول کېدو درې میاشتې وروسته دغې ډلې د دوی د وژل کېدو فلمونه خپاره کړي وو.
هغه وویل چې د دې ډله یز قبر له کيندلو ورسته دا څرګنده شوه چې هغوی یې په مرمۍ پر سر ویشتلي دي.
امریکا د تېر کال په اپريل کې تر ټولو ستر نااتومي بم "د بمونو مور" د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې وغورځاوه.
د بي بي سي د خبریال په خبره چې د دې بم د غورځولو وروسته د داعش ډله د اچين ولسوالۍ به بيلابیلو سیمو څخه په شا شوه چې وروسته بیا ځايي چارواکو وویل په دې برید کې د داعش ډلې څه کم نوي کسان وژل شوي وو.
د افغانستان په ختیځ کې ننګرهار ولایت د داعش ډلې یوازینۍ غوښتنه ده.
له هغه مخکې داعش ډلې داسې ویډو خپره کړې وه چې په کې د طالب ډلې لس تنه یې د بم په ذریعه وژلي وو او طالب ډلې هم دا کار له زغمه بهر ګڼلی و.
په ۱۳۹۴ کال کې دا ویډیو د داعش ډلې له لوري خپره شوه چې داعش ډله پکې ظاهراً له سپینو بیرغونو سره لس کسان وژني.
داسې ریپوټونه خپاره شول چې دا کسان د ننګرهار ولایت د شډل سیمې اوسیدنکي وو چې د دې ډلې په وړاندې یې له طالب ډلې سره همکاري کوله.