BBC
 شاته

"لغمان کې افغان ځانګړو ځواکونو د وسله والو له زندان څخه ۳۰ کسان خوشي کړي"

. د انځور حقوق Getty Images
Image caption ارشیف

د افغانستان په ختیځ لغمان ولایت کې افغان ځانګړو ځواکونو عملیات کړي چې په ترڅ کې یې د دولت د وسله والو مخالفانو اړوند د یوه زندان د نیولو او له دغه زندانه د ۳۰ زندانیانو د خوشې کولو ادعا شوې ده.

د پرورۍ ۱۹مه، له لغمان ولایت څخه رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، افغان ځانګړو ځواکونو د الینګار ولسوالۍ اړوند په سنګر دره سیمه کې د وسله والو مخالفانو پر ضد ځمکني او هوايي عملیات کړي چې په ترڅ کې یو زندان نیول شوی او پکې ساتل کېدونکي ۳۰ زندانیان ازاد شوي دي.

سرچینې په زندان کې ساتل کېدونکي کسان ملکي وګړي بللي دي.

د وسله والو طالبانو له لوري رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې د الینګار ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو له لوري د زندان د نیولو خبره رد شوې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، په سیمه کې یې نه کوم زندان مات شوي او نه هم ترې څوک ازاد شوي دي.

د افغانستان امنیتي ځواکونو 'هلمند کې ۱۶ کسان د طالبانو له زندانه خوشي کړل'

د افغان طالبانو "ځانګړي ځواکونه" ولې د اسلامي دولت د اورپکو پر ضد جنګېږي؟

د ځانګړو ځواکونو شمېر دوه برابره کېږي

د سرچینې په خبره، د عملیاتو په ترڅ کې ۳ وسله وال مخالفان وژل شوي، ۲ ټپیان دي او یو شمېر مشکوک کسان هم نیول شوي دي.

د راپورونو له مخې، په الینګار ولسوالۍ کې افغان امنیتي ځواکونو د مخالفانو پر پټنځیونو، هوايي او ځمکني عملیات پیل کړي چې لا هم دوام لري.

په ۲۰۱۶ کال کې هم افغان ځانګړو ځواکونو په هلمند ولایت کې د وسله والو طالبانو اړوند د دوو زندانونو د نیولو او پکې د ساتل کېدونکو لسګونو زندانیانو د خوشي کولو خبر ور کړی و.

په ۲۰۱۶ کال کې د دفاع له وزارت څخه د خپرو شویو خبرپاڼو له مخې، د یادو عملیاتو په ترڅ کې یې تر ۴۰ ډېر کسان راخوشي کړي دي.

افغان ځانګړو ځواکونو د وسله والو له زندان څخه ۳۰ کسان خوشي کړي