BBC
 شاته

ایران ولې د سوریې معادن صادروي؟

یحیی رحیم صفوي د انځور حقوق ISNA
Image caption صفوي له سوریې نه د دغو معادنو د صادرولو د څرنګوالي په اړه نور جزییات ورنه کړل.

د ایران مذهبي مشر پوځي سلاکار وايي، ایران باید سوریه کې پر جګړې لګول شوي لګښتونه بېرته له دغه هېواده پوره کړي. یحیی رحیم صفوي ویلي، د بشار اسد حکومت ایران ته د سوریې د تېلو، ګازو او ګوګړ سرچینو ورکولو ته چمتو دی.

د ایران د مذهبي مشر ایت الله علي خامنه ای پوځي سلاکار یحیی رحیم صفوي ویلي، ایران باید په سوریه کې پر جګړې لګول شوي لګښتونه بېرته له دغه هېواده پوره کړي.

د ایران د محصلینو خبري اژانس (ایسنا) د راپور پر بنسټ، ښاغلی رحیم صفوي وايي، د بشار اسد حکومت ایران ته د سوري تېلو، ګاز او ګوګړ د سرچینو په ورکولو سلا شوی:

"دا مهال ایران د سوریې ګوګړ معادن صادروي".

صفوي له سوریې نه د دغو معادنو د صادرولو د څرنګوالي په اړه نور جزییات ورنه کړل.

'ایران سوریه کې پوځي اډه جوړوي'

اسراییل: د ایران او سوریې پر مرکزونو مو پراخ برید وکړ

سوریه کې د ایران د پوځي حضور پرضد د اسراییلو خبرداری

په تېرو څو کلونو کې ایران د بشار اسد د حکومت لوی ملاتړی پاتې شوی او په سوریه کې یې پوځي حضور درلود.

ایران سوریې ته د فاطمیون لښګر استولی، چې د ایران د "سپاه پاسداران" په اډانه کې یوه ډله ده.

دې ډله کې ایران کې افغان کډوال هم د سوریې جګړې ته کشول شوي وو.

د فاطیمون لښکر یوه چارواکي وروستیو کې سوریه کې د خپلو دوو زرو کسانو د وژل کېدو او د اتو زرو افغانانو د ټپي کېدو خبر ورکړی و.

د ایران مذهبي مشر سلاکار وړاندوېینه کړې چې د سوریې بیا رغونه څو کلونو وخت ته اړتیا لري چې له ۳۰۰ تر ۴۰۰ میلیاردو ډالرو لګښت غواړي.

یحیی رحیم صفوي وايي: "سمه ده چې موږ پیسې ولګولې، خو ایران او روسیه بریالي شول".

دی زیاتوي: "روسانو له سوریې سره ۴۹ کلن تړون وکړ، پوځي اډه یې ونیوه او سیاسي او اقتصادي ګټه یې وکړه. زما په اند، ایران هم کولی شي له سوریې سره اوږدمهاله سیاسي او اقتصادي تړون ولري او هلته یې چې څومره لګښتونه کړي هغه بېرته ترلاسه کړي".