هغه ډرون الوتکه چې تر اوبو لاندې الوت کوي
دلته بريتانيا کې حکومت وايي، داسې يوه وسيله يې جوړه کړې، چې پر انټرنېټ له توندلارۍ سره تړلي توکي په نښه کوي، او د خلکو د لاسرسي مخه یې نيسي. اورپکو ډلو خپلو ليکو ته د جلب او ورکاږلو لپاره له انټرنېټه ډېر کار اخيست، چې اروپا او لوېديځ کې يې د ګڼو هېوادونو اندېښنې پارولې وې. خو دا سوفټوېر اوس پر انټرنېټ د دغه ډول توکو فعاله څارنه کوي. راځئ، دا او د ټکنولوژۍ ډېر خبرونه يې د دې اوونۍ کلېک کې وګورو.