BBC
 شاته

د ماشومې زینب قاتل ته د څلور ځله اعدام سزا

پاکستان کې پر شپږ کلنې نجلۍ د جنسي تېري او بيا یې د وژلو پېښه چې ټول پاکستان یې بوږنولی و، تورن کس یې په کې په مرګ محکوم شوی دی. د زينب انصاري مړی دا تېره جنورۍ د لاهور جنوب قصور کې پر يو ډېران موندل شوی و. تورن کس چې ۲۴ کلن عمران علي نومول شوی، د زينب د وژلو خبره یې منلې، او دا چې يو شمېر نورې نجونې يې يا وژلې يا یې پرې تېری کړی و. رحمن الله پرې له اسلام اباد رپوټ راکوي.