پاکستان کې د ولنټاین ورځې پر ضد لاریون
د پاکستان لاهور ښار کې له ولنټاین ورځې سره د مخالفت په نامه د ځايي پوهنتون یو شمېر محصلینو چې د اسلامي جمعیت طلبا ټولنې سره تړاو لري مظاهر کړې.
پاکستان کې یو شمېر خلک د ولنټاین ورځ د اسلام ضد او د لوېدیځوالو کلتور بولي.
پاکستان کې یو شمېر خلکو د دغې ورځې پر ځای د 'حیا ورځ ' لمانځنې اعلان کړی دی.
تېره اونۍ پاکستان کې د رسنیو څار ادارې (پیمرا) امر وکړ چې هیڅ یوه ځايي رسنۍ باید د دغې ورځې لمانځنې مراسمو رپوټونه خپاره نه کړي.
خو پاکستان کې د ولنټیان ورځې پر لمانځنې له بندیزونو سره سره مې د پېښور صدر سیمه کې یو پلورنځی ولید، چې په کې دننه او له دروازې بهر یې د ګلونو ګېډۍ، کارتونه او نور دغسې توکي ایښي وو، چې د مېنې ورځې لمانځنې په مناسبت ډالۍ کېږي.
ولې د هندي او پاکستاني جاسوسانو پر مینه جوړ فلم بندیز لګېدلی؟
کورمه اېجنسۍ کې هلک او نجلۍ د غیرت په نامه وژل شوي
دکان کې دننه مې ښځې، نارینه، پېغلي او زلمي ولیدل چې دغه ډالۍ یې خوښولې. د دکان له یوه مشتري مې وپوښتل، چې د پاکستان سترې محکمې د ولنټاین ورځې پر لمانځنې بندیز لګولی، را ته یې وویل:
'پر مېنه ولې او څنګه بندیز لګول کېږي؟ '
دغه سړي راته وویل، چې دوه ماشومان لري او د مېرمنې لپاره ډالۍ اخلي.
پېښور مېشتی خبریال عبدالروف یوسفزی وايي، پېښور کې تېر کال ځوانانو د روغتون بستري ناروغانو ته د ګلونو ګېډې وروړې وې، خو ښايي دلته پرې د بندیز لګولو یو لامل دا وي، چې پر دغه ورځ ځینې کسان له دود دستور او شرعې سره مخالفې چارې ترسره کوي.
د ګلونو یوه پلورونکي اسلم خان وايي، بندیز یې پر کاروبار ډېر اغېز نه دی کړی. نوموړی وايي ډېر مشتریان یې له مېرمنو سره یو ځای دکان ته ورځي:
''دا خو د مینې ورځ ده اوس که څوک یې په مناسب انداز لمانځي ښه ده، خو که په غیر مناسب انداز یې لمانځي، دا د هغوی خپل فکر دی "
تېر کال پاکستان سترې محکمې امر کړی و، چې په دولتي توګه هم باید دغه ورځ و نه لمانځل شي او د عامه محضر ځایونو کې یې هم د لمانځنې لپاره اجازه نه شته.